شيخ زاید پوهنتون سره د چاپیریال سمسورتیا په خاطر د کرنې ریاست لخوا زینتي او مېوادارو ونو مرسته وشوه

28 فبروري, 2019

شيخ زاید پوهنتون سره د چاپیریال سمسورتیا په خاطر د کرنې ریاست لخوا زینتي او مېوادارو ونو مرسته وشوه:

د شيخ زاید پوهنتون  چاپیریال د لا سمسورتیا په خاطر د خوست ولایت د کرنې ریاست لخوا د (۱۰۰) نیالګي د مرپان زینتي بوټي او (۱۰۰) نیالګي زاردالو بوټي همکاري او مرسته وشوه.
دا چې شیخ زاید پوهنتون د ګران هېواد د بشري ځواک تولیدي کارخانه او علمي اکادمیک اهمیت لري نو د ټولنې د هرفرد دا مسؤليت جوړیږي، چې یاد اهمیت په درلودلو سره باید یو شین او سرسبزه چاپیریال په جوړیدو کې رعنده رول ولوبوي.

شیخ زاید پوهنتون رهبري د خپل هېواد او په ځآنګړي توګه د خوست ولایت په علم مین ملي تجارو، روښان فکرو او مدني ټولنو غږ کوي، چې د شیخ زاید پوهنتون چاپیریال په سمسورتیا کې د تل په څېر ګډون وکړي، ترڅو مو ځوان نسلونه په یو ارامه شنه او رنګین محیط کې خپلې زده کړې ترسره کړي،  د مرستو او همکاریو مو مخکې له مخکې مننه!