د پوهنتون ودانیو بیا رغونې پروژه پیل شوه!

04 زمری, 1396

دشیخ زاید پوهنتون ودانیو بیا رغونې پروژه پیل شوه!

د شیخ زاید پوهنتون د بیاروعونې چارې د (۱۶۳۰۱۳۵۴) افعانیو په لګښت رغول کیږي

۱۳۹۶ کال د اسد میاشتي په ۳ نیټه د شیخ زاید پوهنتون د ۱۶ بلاکونه ، (۲۲۷) خونو ، ۳۸۵ بابه تشنابون پيادروونو بیاځلې ترمیم چارې رسمآ پیل شوې .
یادو مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي، دپوهنتون مرستیالانو او د پوهنتون استادانو ترڅنګ د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي ګډون کړی و.
په سرکې شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د پوهنتون موجوده تدریسی او لیلیی بلاکونو د خراب حالت په اړوند په تفصیل سره خبرې وکړې ، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې:( د پوهنتون د تدریسي او لیلیی بلاکونو د خراب وضعیت د بیا راغوني په موخه مو هڅو رنګ راوړ، دا دې نن یې رسمآ چارې پیل او د ۱۲ میاشتو په موده کې به یې کارونه نهایي شي ).
ورپسې د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبی خبرې وکړی نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې، ولایتي اداره د شېخ زاید پوهنتون پرمختګ او هر اړخیزه انکشاف ته ژمنه ده او هڅه مو داده ، چې د شیخ زاید پوهنتون به د متحده عربي اماراتو ددوست هیواد سره دمرستو په لړۍ کې د افغانستان او دسیمې په کچه دلوړو پوهنتونونو په قطار کې ودریږي. 
غونډه د سر لوړي او سمسور افعانستان په دعایې ویلو پای ته ورسیده.