د پاچاخان پوهنتون په موردله پلازمينې راغلي هيئت د شيخ زايد پوهنتون د مشرتابه سره وکتل

22 مې, 2019
پاچا خان پوهنتون

په خوست کې د پاچاخان پوهنتون د لومړنيو چارو د چټکتيا ، د صلاح مشورو او نورو اړوند مواردو په تړاو له پلازمينې راغلي هيئت د شيخ زايد پوهنتون د مشرتابه سره وکتل.
په دغه ناسته کې د شيخ زايد پوهنتون ريس پوهنمل حسين ګل اريوبي، د شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال پوهندوی عبدالخليل افغاني ، د استادانو چارو امر پوهنيار فاروق جان منګل ، د پاچا خان پوهنتون لپاره د شيخ زايد پوهنتون استازي پوهنيار اسدالله تڼی او د يوشمير نورو استادانو ترڅنګ له پلازمينې راغلي هيئت غړو ګډون کړی وو. 
د ناستې په ترڅ کې پر ټولو هغو مواردو خبرې وشوې، چې کولای شي، چې په دې ولايت کې د پاچا خان پوهنتون لومړنۍ چارې ګړندۍ ، منظمې او ممکنه ستونزې حل کړي. 
د شيخ زايد پوهنتون ريس پوهنمل حسين ګل اريوبي د شيخ زايد پوهنتون د ادارې په استازيتوب راغلي هيئت ته د هرډول همکارۍ او د مسايلو د تعقيب ډاډ ورکړ. 
پاچا خان پوهنتون ، چې تمه کيږي، د ولسمشر د ځانګړې سپارښتنې پربنسټ به په خوست ولايت کې جوړ شي، د شيخ زايد پوهنتون په همکارۍ يې لومړنۍ کارونه پيل شوي دي