د لوړو زده کړو وزارت د بانک جهاني د انکشافي برنامو لخوا یوه عراده کسټر موټرد شیخ زاید پوهنتون اداري ته په واک کې ورکړل شو:

19 مرغومی, 1396

د لوړو زده کړو وزارت د بانک جهاني د انکشافي برنامو لخوا یوه عراده کسټر موټرد شیخ زاید پوهنتون اداري ته په واک کې ورکړل شو:

د لوړو زده کړو محترم وزارت د بانک جهاني د انکشافي برنامو لخوا یو عراده کستر موټر شیخ زاید پوهنتون اداري ته په واک کې ورکولو سره به تر یوې اندازې د پوهنتون د ترانسپورت ستونزې ته رسيده ګي وشي.

شیخ زاید پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو محترم وزارت او د بانک جهاني له دې نيک کار څخه مننه کوي.

دا ،چې شیخ زاید پوهنتون د ښار څخه په لرې واټن کې موقعیت لري او بل خوا د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو تعداد ورځ تربلې په زیاتیدو دی نو د دوى د ترانسپورت ستونزه يو لوى مشکل دى. نو د پوهنتون رهبري د وطن په با احساس ملي تجارو او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه هیله لري ، ترڅو د پوهنتون اداري سره پدې برخه کې لا زياتى مرستې تر سره کړي.

!شیخ زاید پوهنتون رهبري د پوهنتون سره ستاسې هر ډول بلاعوضه مرستو ته سترګې په لاراو قدرداني یې کوي .