د (لوړمعیار:ماموریت او ستراتیژی) په اړوند درې ورځنی ورکشاپ دایرشو!

16 زمری, 1396

!د شیخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې د (لوړمعیار:ماموریت او ستراتیژی) په اړوند درې ورځنی ورکشاپ دایرشو

!د شیخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې د (لوړمعیار:ماموریت او ستراتیژی) په اړوند درې ورځنی ورکشاپ دایرشو
د ۱۳۹۶ کال د اسد میاشتي ۱۶ نیټه د شیخ زاید د غونډو په تالار کې د ( USAID) په مالي لګښت «Workshop on Quality Enhancement and Accreditation » تر سرلیک لاندې یو درې ورځنی ورکشاپ دایر کړای شو.
یاد ورکشاپ دکلام پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت رسمآ پیل شو، په سرکې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي ګډنوالو ته ښه راغلاست دویلو ترڅنګ د استادانو په مکلفیتونو او دندو په تفصیل سره خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې:(الحمدالله اوس مهال شیخ زاید پوهنتون د تضمین اوکفیت په ښه مقام کې قرار لري او دا به هله لومړی مقام ته رسي ترڅو د پوهنتون هر استاد په ځان باندې خپل مکلفیتونو ومني.)
د (USDWDP) محترم نماینده غلام یحی احمدي دري ورځني ورکشاپ په محتوا او اهمیت خبري وکړي، او زیاته یې کړه ،چې شیخ زاید پوهنتون دهېوداپه کچه دغوره پوهنتونونو څخه شمیرل کیږي او هیله هم لرو چې ان شالله د سیمي په کچه به وځلیږي .
ورپسې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی عبدالخلیل افعاني د ورکشاپ محتوا او ارزښت په اړوند په تفصیل سره خبري وکړي نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې: ( دغه درې ورځني ورکشاپ کې د ګډون او فعالې ونډې اخیستو له امله مو د زړه له تله مننه کوم او راتګ ته مو ښه راغلاست وایم. اړینه ده چې په یاد ډګر کې په مسلسل کار او فعال حضور خپل مسولیت په پوره امانت داری ترسره کړو ).
د يادونې وړ ده چې تير کال د شيخ زاید پوهنتون په تضمين کيفيت کې د سيکوا درجه تر لاسه او اوس د پوهنتون رهبري د دې ډول ورکشاپونو په دايرولو سره په هڅه کې دی، تر څو د استادانو او مامورينو د ظرفيت لوړ او په نژدي راتلونکي کې د Accreditationپه ترلاسه کولو سره شيخ زاید پوهنتون د سيمې په کچه په غوره پوهنتونو کې وشميرل شي. 
.
د پوهنتون د پرمختګ د مدافعينو او د علم د مينه والو د نيکو دعاوو په
هيله