د شیخ زاید پوهنتون غونډو په تالار کې محصلینو ته یو ورځنۍ انلاین (Edx) ورکشاپ ترسره شو

18 جولای, 2018

د شیخ زاید پوهنتون  غونډو په تالار کې محصلینو ته یو ورځنۍ انلاین (Edx) ورکشاپ ترسره شو !

نن په ۲۶ / ۴/ ۱۳۹۷ نیټه د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي دغونډو په تالار کې د شیخ زاید پوهنتون د ۱۲ پوهنځیو ذکور او اناث محصلینو ته د( Edx) انلاین زده کړو یو ورځنۍ ورکشاپ ترسره شو، یاد ورکشاپ  د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل رحمن الله رسا او د کمپیوټر سانس پوهنځي محترم استاد پوهنیار حبیب الله سلمانزي لخوا وړاندې شو.

یاد پروګرام په افغانستان او په ځآنګړي توګه په شیخ زاید پوهنتون کې یو ګټور پروګرام دی، چې محصلین په انلاین ډول په ویډیو اډیو او ټیکس په بڼه زده کړي په هرځآي کې د خپلې ریشتي او لیوالیتا مطابق سرچ او ترسره کوالی شي.

انلاین ( edx) پروګرام د امریکا له MIT پوهنتون له خوا جوړشوی، چې پربنسټ یې استادان په بیلابېلو برخو کې لوستونکو ته کورسونه جوړوي او خپل تدریسي مواد په کې اپلوډ کوي .
دغه سیستم د افغانستان په لوړو زده کړو کې د لومړي ځل لپاره تجربه کیږي او په پیل کې د هېواد مرکز په څلورو او دهېواد په پنځو ولایتي پوهنتونونو کې پلې کیږي ، چې یو له هغې جملې څخه دخوست شیخ زاید پوهنتون هم دی.
استاد پوهنیار سلمانزي د انلاین زده کړو او د Edx په اړوند د شیخ زاید پوهنتون د ۱۲ پوهنځیو محصلینو ته د تفصیل سره دمعلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ محصلین دې ته وهڅول ترڅو انلاین زده کړي ترسره کړي.
ورپسې د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل رحمن الله رسا د Edx کورس کې داخلې اوعملآ کار کولو په اړوند ( video , audio, text, picture ) زده کړه او ثبت نام کولو په اړوند په تفصیل سره معلومات وړکړل.

د یاد ورکشاپ په پای کې محصلینو د ذکر شویو استادانو څخه( Edx ) انلاین زده کړو په اړوند پوښتنو ته د ځواب ورکولو څخه وروسته پای ته ورسیدو.