د شیخ زاید پوهنتون د کنفرانسونو په تالارکې نصاب ته د بیا کتنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو:

28 جنوري, 2018

د شیخ زاید پوهنتون د کنفرانسونو په تالارکې نصاب ته د بیا کتنې په موخه یو ورځنی ورکشاپ دایر شو:
۱۳۹۶/ د لوې میاشتې په پنځمه نیټه د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست ریس عبدالخلیل افغاني ترڅنګ د یاد پوهنتون مرستیالانو، دپوهنځیو ریسانو، د څانګو امرینو او استادانو په ګډون یو ورځنی ورکشاپ دایر کړل شو.
د شیخ زاید پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې ( نصاب ته د بیا کتنې په موخه ) یو ورځنی ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځي استاد پوهنمل حسام الدین رحیمزي لخوا د قران کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شو.
په سر کې د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال او سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني پرانستونکې وینا وکړه، ښاغلي افغاني د موضوع په تړاو د خپلې ارزښتناکې وینا په یوه برخه کې زیاته کړه، چې : ( د لوړو زده کړو وزارت رهبري مصممه ده ترڅو موجوده علمي برنامې په داسې شکل تجدید نظر کړي، چې فارغین یې د مارکیټ د نوی عصر د غوښتنو او تقاضاوو سره سم د ټولنې د خدمت مصدر وګرځي او د وخت او تکنالوجي د اړتیا وو مطابق مهارتونه ترلاسه کړي.
یاد هدف ته د رسیدو په موخه دا ننۍ ورکشاپ ځکه مهم دی، ترڅو استادان پوهنځیو ته د لیږل شوي مهال ویش سره سم وکولای شي د اړونده مضامینو درسي مفردات داسې ترتیب او تنظیم کړي، چې پورتنۍ موخې په اسانۍ ترلاسه کړل شي.)
سرپرست ریس ښاغلي افغاني د شیخ زاید پوهنتون د هغو استادانو او اداري کارمندانو څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، چې دتضمین کیفیت د راپور په تهیه کولو کې یې مرسته کړي او د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوونې ریاست ته یې د شیخ زاید پوهنتون د ځاني ارزونې نهایي راپور چمتو کړی دی.
ورپسې د ټولنیزو علومو پوهنځی ریس او د شیخ زاید پوهنتون د نصاب عمومي کمیټې مسؤل پوهندوی زرولي صدیقي لخوا د اړوند موضوع په ارتباط په زړه پورې پرزنټیشن د وړاندې کولو ترڅنګ، نصاب ته د بیا کتنې په موخه یې اړوندو ادارو او مسولینو مسولیتونه په ګوته کړل او پوهنځیو ته د نصاب بیا کتنې په موخه د لیږل شوي مهالویش او میکانیزم په تړاو معلومات وړاندې کړل. 
پای کې ښاغلي صدیقي د ورکشاپ ګدوانوالو سوالونو ته قانع کوونکې ځوابونه ورکړل.
ورکشاپ د شرعیاتو پوهنځی استاد قاري ولید لخوا د سمسور او اباد افغانستان د دعایې په ویلو سره پای ته ورسده.