د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي وداني د (141) میلیونو افغانيو په مالي لګښت جوړه او د ولایتي چارواکو لخوا یې پرانسته وشوه:

20 اګست, 2019
szu Sharyah faculty

د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي وداني د (۱۴۱ ) میلیونو افغانيو په مالي لګښت جوړه او د ولایتي چارواکو لخوا یې پرانسته وشوه:

نن ورځ ( ۱۳۹۸ لمریز کال د زمري په ۱۷) د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي نوي تدریسي ودانۍ د (۱۴۱ ) میلیونو افغانیو په مالي لګښت د یو لړ شاندارو مراسمو په لړ کې پرانستل شوه.
مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون ریس ترڅنګ د خوست ولایت والي محمد حلیم فدایي د مختلفو سکتورونو ریسانو د ولایتي شورا غړیو او د بیلا بیلو ادارو منسوبینو ګډون کړي و.
د یادو مراسمو د ناستې په یوه څنډه کې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي ، مېلمانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې ډير د خوښۍ ځای دی، چې د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د پاره یو معیاري تدریسي ودانۍ په واک کې ورکول کیږي، چې د شرعیاتو پوهنځی ټولې اړتیاوې به پوره کړای شي.
د شرعیاتو پوهنځي ریس پوهنمل شهیدزوی د یادې پوهنځۍ په تشکیل او اداري جوړښت په تفصیل سره معلومات ارایه کړل.
ورپسې د خوست والي محمد حلیم فدایي یاده ودانۍ د شیخ زاید پوهنتون د پاره د یوې حیاتي پروژې د یادولو ترڅنګ زیاته کړه، چې خوست ولایتي اداره په تمامه مانا د تعلیمي نهادونو همکاره ده او هڅه به وکړي، ترڅو د پوهنتون لپاره د شیخ زاید پوهنتون د ادارې لخوا پشنهاد شوي پروژې په مرکز کې تعقیب کړي ، هیله مو دا ده ،چې شیخ زاید پوهنتون د هېواد په کچه یو معتبر او منل شوي پوهنتون وبلل شي.