د شیخ زاید پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټي لخوا غونډه دایره شوه:

19 مرغومی, 1396

د شیخ زاید پوهنتون د تضمین کیفیت کمېټي لخوا غونډه دایره شوه:

د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي دغونډو په تالار کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني ترمشرۍ لاندې د پوهنتون د ولس ګونو پوهنځیو ، تدریسي مدیریتونو، د تضمین کیفیت فرعي کمېټو په ګډون غونډه دایره شوه.
غونډه د کلام پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره رسمآ پیل شوه .
په سرکې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیات کړه، چې شیخ زاید پوهنتون د تضمین او کیفیت د ارزونې له اړوند د هېواد په کچه یو منل شوی پوهنتون دی ، شیخ زاید پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چې د یو ځانګړي میکانیزم او مهال ویش له مخې د ټولو څانګو د تضمین کیفیت فرعي کمیټو او تدریسي مدیریتونو څخه په رښتني او دقیق ډول لیدنه او څارنه وکړي ترڅو شیخ زاید پوهنتون نه یوازې دهېواد په کچه بلکې د سیمي په کچه یو با اعتباره کیفیت او تضمین درلودونکی وی .
د شیخ زاید پوهنتون د تضمین کیفیت عمومي کمېټې د ځانګړي میکانیزم پراساس د پوهنتون درې ډیپارتمنتونه ( اګرانومي ، سیول او معلوماتي ټکنالوژي ) ترټولو ممتاز او غوره ډیپارتمنتونه و شمېرل شول.
.پاتې د نه وي چې شیخ زاید پوهنتون تضمین کیفیت کمېټه فعاله او خپلې ورسپارلې دندې یې په وخت او زمان سره ترسره کړي دي . تضمین د پوهنتونونو اساس تشکیلوي. په همدې اساس پوهنتون رهبري پدې لاره کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو یو ښه او مثمره تضمین او کیفیت لرونکی پوهنتون ولري.