د شیخ زاید پوهنتون  ۱۳۹۷ کال کب میاشتې اعلانونه!

20 فبروري, 2019
اعلانونه

د شیخ زاید پوهنتون اداره د دوهم ځل لپاره د خوست ولایت  تدارکاتي کمیټې  دلیکلي هدایت په اساس، ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان کال د کب میاشتې (۶) نیټې د ګهیز ۰۹:۳۰ وخت پورې د (۱۴) قلمه خوارکي توکي (خبوبات)، (۱۵) قلمه  تازه میوې او ترکارۍ، (۴) قلمه روغنیاتو  او مایع ګاز، (۳) قلمه نانویي وچې ډوډۍ، سیلو روټ او مایع وطني شیدو او (۱) قلم د غوایي سرخي غوښې قراردادونو شرطپاڼې او آفرونه د شیخ زاید پوهنتون تهیه او تدارکاتو امریت څخه چې  د اقتصاد پوهنځی په اول پوړ کې قرار لري ترلاسه کړي او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د کب میاشتې تر شپږمې نیټې پورې د غرمې مخکې په لس (۱۰:۰۰) بجو د تهیه او تدارکاتو امریت کې تاکل شوي صندوق ته په خپل لاس واچوي،ناوخته رسیدنه او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي. 

د آفر تضمین د تدارکاتو قانون او طرزالعمل مطابق د هر قرارداد لپار بېل بېل د بانک ګرانټی په ډول اخسیتل کیږي او د افر پرانیستي غونډه به د کب میاشتي په شپږمه (۶) نیټه د غرمې محخکې  ۱۰:۰۰ بجې د مستوفیت مقام کې دایریږي!