د شيخ زايد پوهنتون استادانو چارو امريت لپاره نوی امر ور وپيژندل شو

19 مې, 2019
د شيخ زايد پوهنتون استادانو چارو  امريت لپاره نوی امر ور وپيژندل شو

د شيخ زايد پوهنتون استادانو چارو امريت لپاره نوی امر ور وپيژندل شو:

نيټه:  ۱۳۹۸/ثور/۲۸ د شيخ زايد پوهنتون د مشرتابه له لوري د ياد پوهنتون د استادانو چارو د امريت لپاره نوی امر د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ور وپيژندل شو. 
په همدې تړاو په رابلل شويو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون د ريس ترڅنګ د علمي چارو مرستيال پوهندوی عبدالخلیل افغاني، اداري مرستيال فيض الله فيض ، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل احمدجاويد شکيب، د بېلابېلو پوهنځيو ريسانو او ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی وو.
په رابلل شويو مراسمو کې د شيخ زايد پوهنتون ريس پوهنمل حسين ګل اريوبي وويل، په اغيزمن ډول د چارو د تنظيم ، سمون او پرمخ بيونې په پار د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو د پوهنځي استاد پوهنيار فاروق جان منګل د استادانو چارو د نوي امر په توګه ټاکل شوی.
د شېخ زايد پوهنتون ريس پوهنمل حسين ګل اريوبي د استادانو چارو نوي امرپوهنيار فاروق جان منګل ته د مبارکۍ ترڅنګ زياته کړه، د پوهنتون په کچه د نوښتونو او ابتکاراتو په پار هغه شمير استادانو ته مسؤليتونه سپارل کيږي، چې دولت پرې پانګونه کړې، د لوړو زده کړو په موخه يې بهرنيو هېوادونو ته ليږلي، له ځانه يې شايستګي ښودلې او د ابتکار او نوښت پلوي وي. 
ښاغلي اريوبي د شيخ زايد پوهنتون د ادارې په استازيتوب د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ترڅنګ يې له نورو استادانو هم وغوښتل، چې اړوند برخه کې د استادانو چارو له نوي امر څخه هېڅ نوعه همکاري دريغ نه کړي. 
وروسته د استادانو چارو نوي امر پوهنيار فاروق جان منګل د شيخ زايد پوهنتون له مشرتابه د مننې ترڅنګ وويل، هڅه به يې داوي، چې په په چارو کې نوښت او ابتکارات رامنځته کړي. 
ښاغلي منګل وړاندې وويل، د شيخ زايد پوهنتون د ادارې او استادانو په همکارۍ به پرټولو هغو نوښتونو فکر وشي، چې شونې ده په ترڅ کي يې چارې معياري او د استادانو لپاره لازياتې اسانتياوې رامنځته شي.
د مراسمو په پای کې د شيخ زايد پوهنتون د مشرتابه او ورسره پلاوي له لوري د استادانو چارو نوی امر د ياد امريت کارکونکو ته ورپيژندل شو او د مبارکۍ ترڅنګ يې د هرنوع
همکارۍ ډاډ ورکړ