د سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول په رابطه یو ورځنی کنفرانس دایر شو

29 اپرېل, 2019
د سولې پنځه ورځنی ورکشاپ

د سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول په رابطه یو ورځنی کنفرانس دایر شو:

نن د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۵ مه نیټه د شيخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې د سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول په رابطه یو ورځنی کنفرانس دایرشو.

یاد کنفرانس د کلام پاک په تلاوت رسماً پيل شو په سرکې د شيخ زاید پوهنتون ريس پوهنمل حسین ګل اریوبي میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولي ارزښت او اهميت په اړوند زیاته کړه چې "إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ." اسلام د سولې دین دی، سوله د اسلام د مبارک دین د کاري اولیتونو څخه ده اود ژوند اساس ده.

هیڅ ټولنه د شخړو څخه خالي نه ده ، خو د شخړو دحل لپاره سولې ته ضرورت دی بناً ویلې شو ، چې سوله دانساني ټولنې ضرورت دی او د سولې پرته د ټولنې تباهي حتمي ده.

ورپسې د پکتیا پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنیار نقیب الله ځاځي خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ، چې “واقعاً سوله یو الهي نعمت دی او د دې نعمت ترلاسه کولو لپاره داسې اړين او ضروري کنفرانسونه ، چې نن ورځ په شيخ زاید پوهنتون کې ترتیب شوي ضروري دي او دشيخ زاید پوهنتون رهبري هڅې پدې لاره کې د ستایلو وړ دي .“

د کنفرانس دوهم پړاو د استادانو هغو مقالو ته ځانګړي شوی و ، چې ( سولې په ترویجولو کې د لوړو زده کړو رول ) ترعنوان لاندې علمي مقالې د پوهندوی محمد خان نیازی ، پوهنیار خالد حبیب ، پوهنیار عاشق الله احمدزی ، پوهنیار محمد عالم صافی لخوا ارایه شوې. ورپسې کنفرانس د ژوري هیئت د مشر پوهنوال دوکتور جهان شاه تڼي لخوا مثبت ارزیابي شو