د زمري۷ نیټه د افغانستان اسلامي جمهوری دولت ملي بیرغ ورځ

28 جولای, 2019
ملي برغ ملي ورځ اسد ۷

د زمري۷ نیټه د افغانستان اسلامي جمهوریت ملي بیرغ ورځ:


د افغانستان بيرغ له دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ څخه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى، چې په منځ كې يې دافغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.
دافغانستان د دولت ملي نښان له سپين رنګې محراب او منبر څخه جوړ دى، چې په دوو څنډو كې يې دوه بيرغونه او د منځ په برنۍ برخه كې يې د لا اله الا الله محمد رسول الله مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه كې يې د ۱۲۹۸ هجري شمسي تاريخ او د افغانستان كلمه راغلې چې له دوو خواوو څخه دغنمو وږي پري راګرځول شوي دي.
همدا اوسنۍ ملي بیرغ د افغانستان د اسلامي دولت د انتقالي ادارې لخوا په ۲۰۰۲ ز. کال کې د هېواد د ملي بيرغ په توگه وټاکل شو. دا بيرغ د افغانستان د پاچاهۍ ۱۹۳۰-۱۹۷۳زېږدیزو کالونو رپي ته ورته دی. خو يوازينی توپیر چې د پاچايۍ د وختونو او د اوسمهالي رپي په بڼه کې ليدل کېږي هغه د رپي په نښان کې د شهادت کلمه ده. 
په ۲۰۰۴ ز. کال کې د بيرغ په نښان کې د لږ بدلون په راوستلو سره، دا بيرغ د افغانستان رسمي بيرغ په توگه وپېژندل شو.
د افغانستان اوسنۍ بيرغ له درې رنگونو څخه جوړ شوی، چې دا رنگونه د لومړي ځل لپاره د غازي امان الله خان لخوا داسې څرگند شوي، تور رنگ د افغانستان د ښکېلاک د وختونو سمبول، سور رنگ د هېواد د آزادۍ د مجاهدو شهيدانو نښه، زرغون رنگ د هېواد د آزادۍ د ترلاسه کولو وروسته د پرمختگ او زرغونېدو نښه. په بله وينا د ښکېلاک په تور تم کې د هېواد د آزادۍ لپاره شهيدو مجاهدو وينه توی کړه او آزادي يې وگټله، اوس د هېواد د بيا زرغونېدو او پرمختگ وخت دی. د اماني دوري څخه وروسته د افغانستان په ملي بيرغ کې گڼ شمېر بدلونونه راغلل چې تر ټولو لوی او څرگند بدلونونه د خلقيانو د واکمنۍ پر مهال، د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ليدل کېږي.

ملتونه په ملي ارزښتونو او مقدساتو ژوندي، راټول او متحد وي او په ګډه د خپلو ملي ارزښتونو ساتنه او پالنه کوي او په دې برخه کې حتی خپل سر، ځان او ژوند نه درېغوي. د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ زموږ د تاریخي شالید او بېلابېلو حالتونو ترجماني کوي. یانې که موږ په دقت خپل ملي بیرغ ته ځیر شو، نو زموږ د زرګونو کلونو تراژیدۍ، بریاوې او سرښندنې زموږ د بیرغ په تور، سور او زرغون رنګونو کې نغښتې دي .
له همدې امله ملي بیرغ د ملي هویت او ملت جوړونې بنسټ جوړوي، د ملتونو ملي ارزښتونه فرق کوي، خو هر ملت خپلو ملي ارزښتونو ته بې درېغه درناوی لري، ځکه همدغه ملي ارزښتونه موږ د ژوندي او واحد ملت په توګه یاد او ښاد ساتي.د ملي ارزښتونو له ډلې یو هم ملي بیرغ دی. 
ملی بیرغ زموږ دهویت او زموږ د حیثیت، یووالي او خپلواکۍ نښه ده چې زموږ اتلانو او نیکونو په خپلو وینو ساتلی او په هر ځای او هر زمان کې یې ورڅخه په مېړانه او زړورتیا دفاع کړې.
ملی بیرغ هغه علامه یا نښان دی چې موږ د واحد ملت په توګه معرفي کوي او زموږ د خلکو استازیتوب کوي. ملي بیرغ هغه ملي نښان دی چی همېشه یې د یو ملک حکومت یا هم اولس یې د خپل یووالي او ازادۍ د نښان په حیث رپانده ساتي.