د حقوقو اوسیاسي علومو او اداره تجارت د شپي پوهنځیو څخه ۱۳۹ تنه محصلین فارغ شول!

12 زمری, 1396

د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو اوسیاسي علومو او اداره تجارت د شپي پوهنځیو څخه ۱۳۹ تنه محصلین فارغ شول.

د۱۳۹۶ کال د اسد میاشتي په ۱۲ نیټه د شیخ زاید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوموپوهنخی څخه ۷۸تنه او د اداره او تجارت پوهنځی څخه ۶۱ تنه محصلین ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندی کړل.
یاد مراسم چې د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون په انګړ کې دایرشوی وو،د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي ترڅنګ د شیخ زاید پوهنتون مرستیالانو د پوهنځیو ریسانو ، استادانو ، دولایتي شورا وکیلانو او محصلینو ګډون درلوده.
د غونډې ګډون والو ته د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي ښه راغلاست او د مبارکې ویلو ترڅنګ په خبروکې د دواړو پوهنځیو په اهمیت په تفصیل سره خبرې وکړې، نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې((ديپلوماتان مو نړیوالې اړیکې او سیاست د نورو سره تنظیموي ، اقتصاد مو اقتصادي ژوند تامینوي او هیواد مو له غربته ساتي.))
مونږ نن په يوویشتمه پیړۍ کې ژوند کوو، نن دا ټولنه قرباني غواړي ، د خبرو ځای عمل نیولې، راځې چې نور عمل وکړو ترڅو د سیالو سیال شو.
په خپل وار سره د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهندوی عبدالخلیل افعاني،داقتصاد پوهنځی معاون پوهنیار شفیق الله ایوبي د پوهنځیو ریسانو، دولایتی شورا وکیل قمرعلي لکڼوال ، استادانو او د محصلینو نمایندګانو دفراغت دغونډې په اړوند خبري وکړي
علمي مرستیال پوهندوی عبدالخلیل افعاني د مبارکې ویلو ترڅنګ د دواړو پوهنځیو په سیاسي او اقتصادي اړخونو په تفصیل سره خبرې وکړي او فارغ شوو محصلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، خپلې زده کړی دې لیسانس ترکچې محدودی نه کړي ، بلکې ترماستری او دوکتورا پورې دوام ورکړی.
غونډه فارغ شویو محصلینوته د تصدیق پاڼو په ورکولو پای ته ورسیده.