د بهاري سمستر ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو په پام کې نیولو سره په پوره شفافیت واخېستل شوې

27 جولای, 2019

د بهاري سمستر ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو په پام کې نیولو سره په پوره شفافیت واخېستل شوې:
د شیخ زاید پوهنتون ۱۲ پوهنځیو د ورځې او درې پوهنځی د شپې ازموینې تر۱۳۹۸ لمریز کال د زمري میاشتي ۵ نیټې پورې په ښه شان ، پوره شفافیت او د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو، مقراراتو او دازموینې د طرزالعمل مطابق واخیستل شوي ، د طب پوهنځي پاینل ازموینه به د زمري میاشتې په ۱۶ نیټه پای مومي .
د شیخ زاید پوهنتون رهبري د هغه استادانو څخه ځآنګړي مننه کوي، چې د ازمویني عمومي کمیټو ترڅنګ د پوهنځیو دازموینو کمیټو کې یې فعاله رول لوبولی او یاده ملې پروسه یې په ښه شان ، پوره شفافیت او د لوړو زده کړو وزارت مقرراتو ته په پوره ژمنتوب او بریالیتوب سرته ورسوله