د انګلیسي ژبي او کمپيوټر زده کړي مهاروتونه د نن عصر اړينه تقاضا ده

27 مې, 2019
szu elcec

د انګلیسي ژبي او کمپيوټر زده کړي مهاروتونه د نن عصر اړينه تقاضا ده:
د اخبره نن ورځ د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستیال پوهندوي عبدالخلیل افغاني د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي دغونډو په تالار کې هغه راټولیدني ته وکړه ، چې د (ELCLC) مرکز لخوا د ټافل د امادګي پروګرام څخه (۳۰) محصلین او د کمپيوټر د دوه میاشتنې پروګرام څخه (۱۲۰) تنه محصلین فارغ او د یاد مرکز له لوري سرټفیکیتونه ورکړل شول.
پوهندوي عبدالخلیل افغاني یاد مرکز، چې د شیخ زاید پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړوني په موخه په شیخ زاید پوهنتون کې پروګرامونه لري، هیله او غوښتنه وکړه ، چې یاد پروګرامونه د اوږد وخت دپاره په شیخ زاید پوهنتون کې پلې کړي.
د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد جاوید شکیب د نن عصر اونړیوال تجارتي او اکادمیک مارکیټ او په ځانګړي ډول د نړیوال مارکیت تقاضا او اهمیت په اړوند خبرو ترڅنګ یې یاد مرکز مسولينو ته پشنهاد وکړ ، چې د محصلینو د روزنې ظرفیت او کمیت لوړ کړی ، ترڅو د شیخ زاید پوهنتون زیاتره محصلین ورڅخه برخمن شي .
ورپسې غونډي ګډونوالو ته د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله «فیض » خبرې وکړې، نوموړي د داسې پروګرامونو جوړول په پوهنتون کې د محصلینو د لپاره موثر وبلل او زیاته یې کړه چې ، ( رهبري هڅې کوي ترڅو د نن عصر مطابق داسې نوي نوښتونه رامنځته کړي ، چې محصلین او په ځآنګړي توګه فارغین په نړیوال مارکیټ کې خپل وظیفوي موقف ځانته څرګند کړي او په دې توانیدلي وي ، چي د نن عصر تکنالوژي مهارتونو او انګلیسی سره پوره بلتیا ولري ).
راټولیدنه هغه محصلینو ته په تصدیق پاڼو ورکولو پای ته ورسیده ، چې په یاد پروګرام کې یې فعال ګډون ترڅنګ زده کړې بشپړې کړي وي.