د افغانستان اساسي قانون په اړوند د عامه پوهاوي په پار سیمنار دایرشو!

31 دسمبر, 2018

د افغانستان اساسي قانون په اړوند د عامه پوهاوي یو ورځنۍ سیمنار دایرشو!

د شیخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې د افغانستان اساسي قانون د عامه پوهاوي په موخه یو ورځینی سیمنار دایر شو.
یاد سیمنار د شیخ زاید پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنیار یعقوب جان صمیم له خوا نن ورځ ۶/ ۱۰ / ۱۳۹۷ نیټه د شیخ زاید پوهنتون اداري کارمندانو ته د اساسي قانون ،نافذه تقنیني سندونه ،تقنیني فرمان،مقرره ،ضمیمه، تعدیل ، ایزاد ،حذف، اساسي قوانین ، عادي قوانین الغاءاو تعلیق په اړه معلومات ارایه کړای شول.
سیمنار د ګډونوالو د یو لړپوښتنو په ځوابولو سره پای ته ورسیدو.