دهیواد استقلال دسلمي کلیزي په مناسبت د شیخ زاید پوهنتون اداري مبارکي پـــغام

20 اګست, 2019
دهیواد داستقلال دسلمي کلیزي په مناسبت د شیخ زاید پوهنتون اداري مبارکي پـــغام

دهیواد داستقلال دسلمي کلیزي په مناسبت
د شیخ زاید پوهنتون اداري مبارکي پـــغام

آزادی تر پادشـــــــــــــــاهیه لا تېری کا 
چې د بل تر حـــکم لاندې شي زندان شي
 
د زمري د مياشتي ٢٨ نيټه چي د افغانستان د خپلواکي اخيستلو سره سمون خوري، چي پوره سل کاله پخوا د هېواد نوميالي اتل غازي امان الله خان په هلو ځلو او پياوړي لارښودني او د افغانستان د مظلومو مجاهدينو په ميړاني او زړورتوب ترلاسه شوه، چي ټوله نړۍ ېي حيرانه کړه.
د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه هغه ورځ ده ، چی ۱۰۰ کاله پخوا په همدی ورځ افغانانو د نړی د لوی امپراطوری نه چی په قلمرو کی ئی لمر نه ډوبیده ، خپله آزادی واخیسته او افغانستان د نړی د ازادو ملکونو په کتار کی حساب شو. 
دا هغه ورځ ده چې، د افغانستان په تاریخ کې د بلی هری ورځی په نسبت خلکو ته د احترام او درناوی وړ ده، د دی ورځی له یا دیدو سره سم افغانانو ته د هغه چا نوم او خاطری هم ور یادیږی، چی د دی ویاړلی ورځی قهر مان ده او د هغه تر لارښونی لاندی افغانانو خپله ازادی واخیسته، دا ستر او ملی قهرمان غازی امان الله خان ده، چی د ټولو افغانانو په زړونو کی خاص او د قدر وړ ځای لری.
غازی امان الله خان که له یوی خوا افغانستان ته خپلواکی واخیسته له بلی خوا ئی تر استعمار لاندی ملکونوته لاره خلاصه کړه ، چی که دوی وغواړی نو کولاې شي د افغانستان په شان خپلواک ملکونه شي او همدا د افغانستان خپلواکی وه ،چې وروسته بیا په هند او د اسیا او افریقا په نورو هیوادونو کې د خپلواکۍ جنبشونه را منځ ته شول او ورو ورو هیوادونو خپلی خپلواکی تر لاسه کړی.
امیر امان الله لومړنی پاچا و، چې ملت ته یې د خپل سفر د لګښت راپور ورکړ، هغه د پلاوي په ملتیا خپل شپږ میاشتني سفر کې ټولې نولس لکه یو پنځوس زره افغانۍ لګولې وې، خو د عایداتو او تحفو ټول ارزښت یې یو کروړ اته ویشت لکه او اته اتیا زره افغانۍ و. 
افغان ولس هيڅ کله د هغو زړورو افغانانو او سرتيرو اتلانو نومونه نه هېروي چي په وږي نس، لوڅو پښو، څيري کاليو او تش لاسونو سره ېي د هېواد دفاع کړي او د نړۍ تر ټولو څخه لوي ښکيلاکګرو انګريزانو او روسانو ته ېي ماتي ورکړي دی. 
ګران افغانستان یې آزاد او دغليمانو څخه يي پاک کړ ۰ چه دوطن دآزادي له پاره ددوي دا سر ښندني دهر افغان لپاره په هر وخت او هر ځاي کي چه وي دقدر او وياړ خانګړي ځاي لري ۰
د شیخ زاید پوهنتون اداره د افغانستان د اتلو، شهيدانو، غازيانو يادونه کوو او هغوي ته د لوي څښتن تعالي د دربار څخه ښاد روح او اوسني افغانستان ته د تل دپاره سمسورتيا او ترقي غوښتونکي یو.

تل دې وي خپلواک افغانستان