دشیخ زاید پوهنتون د خواخوږۍ پیغام!

27 مرغومی, 1396

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د لوړو زده کړو وزارت اړوند د شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي استاد پوهنمل عزت نور حبیبي د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ د جدي په ۲۶ نېټه د مازدیګر په دریو بجو د(۵۴) کالونوپه عمر په حق ورسیدو  
.انا الله و انا الیه
راجعون!


ارواښاد استاد مرحوم ډاکټر پوهنمل عزت نور حبیبي د حبیب ګل زوی د خوست ولایت د علیشرو ولسوالۍ په نوي کلي کې په کال ۱۳۴۲ هجري شمسي کې دنیا ته سترګې وغوړولې.
ابتدایي زده کړې یې دعلیشرو په ابتدایي ښوونځي ، متواسطه زده کړې یې د ننګرهار د عبدالوکیل په متواسطه او ثانوي زده کړې یې د کابل په غازي لیسه کې پای ته ورسولې.
د لوړو زده کړو وزارت د کانکور د ازموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته بریالي شو ، د ذکر شوی پوهنځي دفراغت وروسته لاس په کار او ، په ۱۳۶۹ ه ش د ننګرهار د طب پوهنځي څخه ماسترا ترلاسه کړه، د فراعت وروسته یې د کابل د جمهوریت په روغتون کې د ډاکټر په صفت په دنده وګمارل شو او ذکر شوي روغتون کې یې دوه کاله دنده ترسره کړه.
په۸۱ ۱۳ کال افغان پوهنتون چې خیبرپښتونخوا څخه خوست ولایت ته انتقال شو، مرحوم عزت نور حبیبي په ذکر شوي پوهنتون کې د استاد رسمي دندې د اجراء کولو د پاره خدمت ته ورودانګل او په ۱۳۸۳/ ۷/ ۶ کال په نوموړي پوهنتون کې رسمآ د استاد په صفت په دنده وګمارل شو.
په تدریس کې فعاله او دوامداره برخه اخیستلو په نتیجه کې د پوهنمل علمي رتبې ته ارتقاء وکړه ، مرحوم عزت نور د ولس د صحت دخدمت کولو ترڅنګ د نوي نسل ډاکترانو په روزلو کې د زړه له اخلاصه دندې ته دوام ورکړ.
په ۱۳۹۶ کال د جدی په ۲۶ نیټه دمازدیګر په درېو(۳) بجو له دې فاني نړۍ څخه د (۵۴) کالونو عمر په تېرېدو سره د تل د پاره سترګې پټې کړې .
روح دې ښاد وي او درب العزت له دربار څخه د جنت الفردوس د نصیب کیدو په هیله.
!!شیخ زاید پوهنتون د مرحوم بازمنداګانو او اقاربو سره پدې غم کې ځانونه شریک بولو اودوی ته د جمیل صبر د نصیب کیدو دعا کوو.

په درنښت 
دشیخ زاید پوهنتون
اداره