شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۳۹۷تحصیلي کال د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې !

26 نوومبر, 2018
szu 1397yr Final Exam

 شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۳۹۷تحصیلي کال د خزاني سمستر ازموینې پیل شوې !

یادې ازموینې د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو په پام کې نیولو سره  شیخ زاید پوهنتون د ورځي اوشپي پوهنځیو لپاره نن(۱۳۹۷کال / د لینډۍ میاشتي په ۵ نیټه رسمآ پیل کړې.

د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني ترڅنګ د یاد پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال او د امتحاناتو عمومي کمیټې ریس پوهنمل احمد جاوید شکیب د ازموینې د عمومي بهیر څخه لیدنه وکړه.

پوهندوی افغاني او مل پلاوی د خپلې لیدنې په ترڅ کې ډاډ څرګنډ کړ، چې یادې ازموینې به د خپلو اړونده ټولو قوانینو او لوایحو په مراعت کولو سره په بشپړ شفافیت واخیستل شي.

شیخ زاید پوهنتون اوس د پام وړ کمیت ترڅنګ د کیفیت د لوړولو له پاره په خپله هر برخه کې مسلسل کار کوي او په دې اړه يې له ټول محترمو استادانو څخه و غوښتل، چې په دې برخه کې د پوهنتون د ادارې سره خپلې مرستې او همکارۍ لا زیات کړئ .

دا چې محصلین مو دهیواد د بشري ځواک لوړه انرژي یعنې د ملا د تېر حیثیت لري او پوهنتونونه مو بیا د همدې ځواک تولیدي کارځآیونه بللی شو، نو اړینه ده چې د مسلکي زده کړو دا مراکز له هرلحاظه پیاوړي او په تول پوره کړای شئ.