شیخ زاید پوهنتون کې د سولې نړیواله ورځ د محصلانو د علمي سمینارونو په وړاندې کولو سره ولمانځل شوه

26 سپتمبر, 2018

 شیخ زاید پوهنتون کې د سولې نړیواله ورځ د محصلانو د علمي سمینارونو په وړاندې کولو سره ولمانځل شوه.

شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې د محصلانو دعلمي مقالو په وړاندې کولو سره د سولې نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

د سولې اړوند غونډه د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د رئیس پوهندوی عبدالجلیل شهیدزوی لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه.

د غونډې په لومړی برخه کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاون پوهنمل احمد جاوید شکیب په خپلو مقدماتي خبرو کې د سولې په ارزښت خبرې وکړي او د ولسمشر محمد اشرف غني نقل القول یې ذکر کړ، چې هغه ويلي وو، (( زه د افغانستان د جګړې د یوې ورځې په مصرف یوه ولسوالي آبادولی شم.)) ښاغلي شکیب زیاته کړه، چې که په افغانستان کې جګړه نه وي نو ټول افغانستان په یوه کال کې آباديږي.

نومړي تاکید وکړ، چې ټول افغانان باید د افغانستان د پرمختګ او سوکالي لپاره د تلپاتي سولې په راوستلو کې خپله ونډه ولوبوي . د غونډې په دويمه برخه کې د شیخ زاید پوهنتون د بیلابیلو پوهنځيو محصلانو خپلې علمي مقالې وړاندې کړې.

د شرعیاتو پوهنځي محصل محمد اسلم ( سوله د اسلامي شریعت په رڼا کې) تر سرلیک لاندې، د ټولنیزو علومو پوهنځي محصل یارمحمد (صلح و حل منازعات)، د انجینري پوهنځي محصلې شبانې د (نقش زنان در صلح) تر سرلیک لاندې، همدارنګه د انجینري پوهنځي محصل محمدي (په سوله کې د استادانو د رول) تر سرلیک لاندې مقالې چمتو کړې وې.

د پروګرم په دریمه برخه کې د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد شفیق مندوزي د محصلانو سمینارونه وارزول او د سمینارونو په اړه يې ګرانو محصلانو ته سالم فیډبک ورکړ.

د پروکرام په ورستۍ برخه کې سمینار وړاندې کوونکو محصلانو باندې هغه ډالۍ، چې د شیخ زاید پوهنتون د سولې د مرکز لخوا چمتو شوې وي وویشل شوې او غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسیده