شیخ زاید پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژک پلان (۲۰۱۸- ۲۰۲۲) بحث په موخه د خوست ولایت اړوند دولتي او خصوصي سکتوري پراخه غونډه ترسره شوه!

19 مې, 2018

 شیخ زاید پوهنتون د پنځه کلن ستراتیژک پلان (۲۰۱۸- ۲۰۲۲) بحث په موخه د خوست ولایت اړوند دولتي او خصوصي سکتوري پراخه غونډه ترسره شوه!

د ۱۳۹۷ کال د ثور په ۲۵ نیټه د شیخ زاید پوهنتون د خان عبدالصمد خان اڅکزي دغونډو په تالار کې د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني ترمشری لاندې د صنعتي مشورتي شورا غونډه ترسره شوه.

یادې غونډې ته د شیخ زاید پوهنتون سرپرست ریس میلیمانو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ پرانستوونکې وینا وکړه، نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې ( د نن ورځې د راټولیدنې هدف مو د صنعتي مشورتي شورا د پیژندنې، رول، اهمیت او ددغه شورا له لارې د پوهنتون سره د خصوصي مشارکت لپاره د زمینې مساعده ول او دشیخ زاید پوهنتون د راتلونکي پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه ستاسو دګټورو نظرنو اخیستل دي).

سرپرست ریس پوهندوی عبدالخلیل افغاني د ګډونوالو څخه هیله او غوښتنه وکړه، چې دزیاتو مصروفیتونو او بوختیاوو سره سره به د زغم څخه کار او په پوره حوصله مندۍ به خپلې ارزښتنا کې مشورې راسره شریکې کړئ، ترڅو ددغه ګډ کور په لا پراختیا او پرمختیا کې موخپله ونډه په ښه شان سرته رسولي وي.

ورپسې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل احمد جاوید شکیب د( پوهنتون صنعتي مشورتي شورا پیژندنه) ترسرلیک لاندې پرزنټیشن وړاندې کولو ترڅنګ واضح کړه، چې ( صنعتي مشورتي شورا څه شی ده؟، ولې په پوهنتونونو کې صنعتي مشورتي شورا ته اړتیا ده؟، په افغانستان کې د پوهنتونونو د صنعتي مشورتي شوراګانو شالید، د پوهنتون د صنعتي مشورتي شوراجوړښت، د پوهنتون د صنعتي مشورتي شورا لیدلوری او د ښکیلو لوریو لپاره د صنعتي مشورتي شورا ګټې) په تفصیل سره تشریخ کړای شوي.

په شیخ زاید پوهنتون کې د USWDP مسؤل اقبال ولي په افغانستان کې د عامه او خصوصي سکتور مشارکت د پلې کیدو کړنلارې په اړوند واضحات ورکړل.
د شیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال پوهنمل سیدولي شاه مندوزي د شیخ زاید پوهنتون دعامه او خصوصي مشارکت بالقوه پروژي په اړوند پرزنټیشن ارایه کولو ترڅنګ په خپلو خبروکې زیاته کړه، چې که په شیخ زاید پوهنتون کې خصوصي سکتوري د پوهنتون د پاره داسې کارونه ترسره کړي، چې د پوهنتون محصلین، استادن او حتې مشتریان ورته ضرورت لري، نو یوخوا به پوهنتون خود کفاء شي او له بلې خوا به مو ټولنې ته د سهولت ترڅنګ اړین او مهم خدمات وړاندې کړي وي، د بېلګې په ډول د کادري روغتون ترڅنګ هوټل جوړول، کادري درملتونونو جوړول، کفتریا جوړول، ورزشي کلب جوړول، مطبعه جوړول، د محصلینو لپاره د لیلیې او تولیداتي فارم جوړول...

د شیخ زاید پوهنتون دراتلونکي پنځه کلن پلان او صنعتي مشورتي شورا د ناستې په پای برخه کې د شیخ زاید پوهنتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان د پوهنمل رحمت الله هاشمي لخوا پرزنتیشن وړاندې کړل شو او ترڅنګ یې هغه محصلینو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول، چې په پوهنځیو کې یې عوره سیمنارونه ارایه کړي وو .