شیخ زاید پوهنتون کې د ګټل شوي قرارداد خبرتیا:

18 جولای, 2019

شیخ زاید پوهنتون کې د ګټل شوي قرارداد خبرتیا:

د تــــدارکاتو قانون د (43) مادې (2) فقرې له مخې خبر در کول کیږي، چې د شیخ زاید پوهنتون اداره په پام کې لري، چې د شیخ زاید پوهنتون(3) قلمه د نانوایۍ وچې ډوډۍ، سیلو روټ او مایع وطني شیدو قرارداد  د شاهین خوستوال لوژستیکي  شرکت  سره چې د جواز نمبر یې)41841 دی او د خوست ښار خوست مکرویانو کې موقعیت لري، په مجموعي قیمت(10058784)لس میلیونه اته پنځوس زره اوه سوه څلور اتیا افغانۍ اعطأ کړي.

 حقیقي او حکمي اشخاص که پدې هکله شکایت لري، ، کولای شي چې خپل شکایت  د اعلان د نشر له نیټې څخه د (7) تقویمي ورځو په جریان کې د تدارکاتو قانون د (50) مادې له مخې په لیکلي بڼه د شیخ زاید پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

د یادونې وړ ده ، چې دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر ټاکل شوي ضرب الاجل پوري قرارداد نه شي عقد کیدای.