شیخ زاید پوهنتون کې د تدارکاتو اعطاء کړي شویو توکو اعلان:

07 جولای, 2019

شیخ زاید پوهنتون کې د تدارکاتو اعطاء کړي شویو توکو اعلان:

د تــــدارکاتو قانون د (43)مادې (2) فقرې له مخې خبر در کول کیږي، چې د شیخ زاید پوهنتون اداره په پام کې لري، چې د شیخ زاید پوهنتون(15)قلمه میوې ترکارۍ قرارداد  د نوري زوی لوژستیکي  شرکت  سره چې د جواز نمبر یې(D-06-81) دی او د خوست ښار  سبزۍ منډۍ کې موقعیت لري، په مجموعي قیمت(7366650)اوه میلیونه درې سوه شپږ شپیته زره شپږ سوه پنځوس  افغانۍ اعطأ کړي.

 حقیقي او حکمي اشخاص که پدې هکله شکایت لري، ، کولای شي چې خپل شکایت  د اعلان د نشر له نیټې څخه د (7)تقویمي ورځو په جریان کې د تدارکاتو قانون د (50)مادې له مخې په لیکلي بڼه د شیخ زاید پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

د یادونې وړ ده ، چې دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر ټاکل شوي ضرب الاجل پوري قرارداد نه شي عقد کیدای.