شیخ زاید پوهنتون وچې ډوډی او شیدو قرارداد اعلان!

14 لړم, 1397

     د شیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان قوس میاشتې(4)نیټې پوري د (3) قلمه نانوایۍ وچې ډوډی، سیلوروټ او مایع وطني شیدو  قرارداد شرطپاڼه  او آفر د  نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو عمومي مدیریت څخه   تر لاسه ، او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د قوس میاشتې تر(5) نیټې،  د غرمې مخکې 9:00 بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین د بانک ګرانټي په ډول اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د قوس میاشتې په (5) نیټه د غرمې مخکې 10:00 بجې د شیخ زاید پوهنتون اڅکزي تالار کې دایریږي.