د شیخ زاید پوهنتون اداره ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان کال جدي میاشتې(1) نیټې پوري د (14) قلمه خوراکي موادو(حبوباتو) قرارداد شرطپاڼه او آفر د نوموړي پوهنتون تهیه تدارکاتو عمومي مدیریت څخه تر لاسه ، او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
همدارنګه خپل آفرونه په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د جدي میاشتې تر(2) نیټې، د غرمې مخکې 9:00 بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته په خپل لاس واچوي.ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.
د افر تضمین د بانک ګرانټي په ډول (420000) افغانۍ اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د جدي میاشتې په (2)نیټه د غرمې مخکې 10:00 بجې د مستوفیت مقام کې دایریږي.