د شیخ زاید پوهنتون وترنري پوهنځی حیواني کلینیک قرارداد اعلان

15 مې, 2019

د شیخ زاید پوهنتون وترنري پوهنځی حیواني کلینیک قرارداد اعلان:

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان کال جوزا میاشتې(18) نیټې د سهار 9:30 بجو پوري د وترنرۍ پوهنځي اړوند حیواني کلینیک  قرارداد شرطپاڼه   د  نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو عمومي مدیریت څخه   تر لاسه ، او په داوطلبۍ کې ګډون  وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې (18)نیټې،  د غرمې مخکې 10:00بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین د بانک ګرانټي په ډول(90000)افغانۍ اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د جوزا  میاشتې په (18)نیټه د غرمې مخکې 10:30 بجې دشیخ زاید پوهنتون اڅکزي تالار کې دایریږي.