د شیخ زاید پوهنتون لیلیې بلاکونو ترمیم خبرتیا

27 چنګاښ, 1397

د شیخ زاید پوهنتون  لیلیې بلاکونو ترمیم  قرارداد اعلان:

شیخ زاید پوهنتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکي، چې د اعلان نشر له نیټې څخه د اسد میاشتې (۱۵) نیټې پورې د لیلیې بلاکونونو د ترمیم قرارداد شرطپاڼې ترلاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

همدارنګه د خپل آفرونه په سربسته  توګه د شرطپاڼې  د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د اسد میاشتې تر (۱۵) نیټې د غرمې مخکې ۰۹:۰۰ بجو پورې د تهیه او تدرکاتو آمریت کې ایښودل شوي صندوق ته،

چې د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځي په لومړي پوړکې موقیت لري، په خپل لاس واچوي، ناوخت او انټرنیټي آمرونه د منلو وړ نه دي.

ڼوټ: د آفر تضمین د بانک ګرانټی په ډول (۳۰۰۰۰۰) درې لکه افغانۍ اخیستل کیږي او د آفرپراستنې غونډه به د اسد میاشتې په (۱۵) نیټه د غرمې مخکې 10:30 بجو د شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې دایریږي.