د شیخ زاید پوهنتون تدارکاتي اعطاء اعلان

30 جولای, 2019

د شیخ زاید پوهنتون تدارکاتي اعطاء اعلان:

 تــــدارکاتو قانون د (43) مادې (2) فقرې له مخې خبر در کول کیږي، چې د شیخ زاید پوهنتون اداره په پام کې لري، چې د شیخ زاید پوهنتون (14) قلمه خوراکي موادو(خبوبات) قرارداد   د احساس برادرز لوژیستیکي   شرکت  سره چې د جواز نمبر یې(D-52987) دی او د خوست ښار خوست مکرویانو کې موقعیت لري، په مجموعي قیمت(11982740) یوولس میلیونه نهه سوه دوه اتیا زره څلویښت افغانۍ اعطأ کړي.

 حقیقي او حکمي اشخاص که پدې هکله شکایت لري، ، کولای شي چې خپل شکایت  د اعلان د نشر له نیټې څخه د (7) تقویمي ورځو په جریان کې د تدارکاتو قانون د (50) مادې له مخې په لیکلي بڼه د شیخ زاید پوهنتون تهیه او تدارکاتو آمریت ته چې د اقتصاد پوهنځي لومړي پوړ کې موقعیت لري، وسپاري.

د یادونې وړ ده ، چې دا اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی، او تر ټاکل شوي ضرب الاجل پوري قرارداد نه شي عقد کیدای،