شیخ زاید پوهنتون مطبوع او غیرمطبوع قرطاسیې قرارداد

د شیخ زاید پوهنتون ۳۷ قلمه مطبوع  او غیرمطبوع قرطاسیې اعلان:

02 جولای, 2019

د شیخ زاید پوهنتون ۳۷ قلمه مطبوع  او غیرمطبوع قرطاسیې اعلان:

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان کال سرطان میاشتې(19) نیټې د سهار 10:00 بجو پوري د (37) قلمه مطبوع او غیرمطبوع قرطاسیې قرارداد شرطپاڼه  او آفر د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو عمومي مدیریت څخه   تر لاسه ، او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د همدې میاشتې تر(19) نیټې،  د غرمې مخکې 10:00 بجو پوري د تهیه  تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین په نقدي ډول(35000) افغانۍ اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د سرطان میاشتې په (19) نیټه د غرمې مخکې 10:30 بجې د مستوفیت مقام کې دایریږي.