د شیخ زاید پوهنتون ۱ قلم سرخي غوښې اعلان

07 فبروري, 2019

د شیخ زاید پوهنتون ۱ قلم سرخي غوښې اعلان:

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان کال  دلوې میاشتې (30) نیټې د سهار 9:30 پوري د (1) قلم د غوایي سرخي غوښې قراردادشرطپاڼه او آفر د نوموړي پوهنتون تهیه  تدارکاتو عمومي مدیریت څخه   تر لاسه ، او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

    همدارنګه خپل آفرونه  په سربسته توګه د شرطپاڼې د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق  د دلوې میاشتې تر(30) نیټې،  د غرمې مخکې 10:00 بجو پوري د تهیه او تدارکاتو آمریت کې ټاکل شوي صندوق ته  په خپل لاس واچوي.ناوخت رسیده او انټرنیټې آفرونه د منلو وړ نه دي.

د افر تضمین د بانک ګرانټي په ډول(232134)افغانۍ اخیستل کیږي او د افر پرانیستنې غونډه به د دلوې میاشتې په (30) نیټه د غرمې مخکې 10:30 بجې د مستوفیت مقام کې دایریږي