د شیخ زاید پوهنتون  پنځه سوه (۵۰۰) جوړه الباسې قرارداد اعلان

27 چنګاښ, 1397

د شیخ زاید پوهنتون  پنځه سوه (۵۰۰) جوړه الباسې قرارداد اعلان:

شیخ زاید پوهنتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکي، چې د اعلان نشر له نیټې څخه د اسد میاشتې (۱۴) نیټې پورې  د (۵۰۰) جوړه الباسې قرارداد  شرطپاڼه ترلاسه او په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

همدارنګه د خپل آفرونه په سربسته  توګه د شرطپاڼې  د مندرجاتو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق د اسد میاشتې تر (۱۵) نیټې د غرمې مخکې ۰۹:۰۰ بجو پورې د تهیه او تدرکاتو آمریت کې ایښودل شوي صندوق ته،

چې د شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځي په لومړي پوړکې موقیت لري، په خپل لاس واچوي، ناوخت او انټرنیټي آمرونه د منلو وړ نه دي.

ڼوټ: د آفر تضمین د بانک ګرانټی په ډول (۸۳۰۰۰) درې اتیازره افغانۍ اخیستل کیږي او د آفرپراستنې غونډه به د اسد میاشتې په (۱۵) نیټه د غرمې مخکې 10:00 بجو د شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې دایریږي.