د کتابتون آمر حمیدالله سردارخیل لنډه پیژندنه(بیوګرافي):                              

حمیدالله سردارخیل د یعقوب زوی د قاضي عبدالله جان لمسی د خوست ولایت مرکز شمل بنګي باغ کلي اوسیدونکی دی او په ۱۳۶۵ هـ ش  کال په خپل پلارني ټاټوبي کې  زیږیدلی دی، د خوست ولایت مرکزغرغښت عالي لیسي ته په ۱۳۷۱هـ ش کال کې شامل او په ۱۳۸۳هـ ش کال کې له همدې لیسې څخه فارغ شویدی.په ۱۳۸۴هـ ش کال کې د کانکور په ازموینه کې د خوست ولایت شیخ زایدپوهنتون،ښوونې او روزنې پوهنځۍ د ریاضي او فزیک ډیپارټمنټ ته کامیاب شواو په ۱۳۸۸هـ ش کال کې یې د لیسانس(فراغت) سند ترلاسه کړ. د مکتب په دوران کې یې انګلیسي او کمپیوټري کورسونه او پروګرامونه تعقیب کړيدي او په دې برخه کې یې پوره معلومات ،تجربې او سندونه ترلاسه کړیدي.د فارغیدو سره سم یې د شیخ زایدپوهنتون په اداري برخه کې د استخدام مامور په صفت په (۶)رتبه بس کې وظیفه ترلاسه کړه د دوه کاله وظیفي ترسره کوولو وروسته د اداري اصلاحاتو د رتب معاش سیستم په راتګ سره یې د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژی امریت ته د ازاد رقابت له لارې امتحان ورکړ او په ښو نومرو (۳)رتبه بست ته کامیاب شو او په ۱۳۹۰کال د قوس میاشتې په (۹) نیټه یې منظوري ترلاسه کړه.د ده د راتګ سره سم د وخت شته ادارې په هڅوکتابتون ته یوه ځانګړي وداني منظوره شوه د یو کال په جریان کې یې ساختماني چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شوه.پخوا کتابتون د یوې پوهنځی په یوه ټولګې کې محدود او ډیر مشکلات یې درلودل نو د ځانګړي ودانۍ چارې په بشپړیدو سره یې د انتقال پروسه شروع شوه او په منظم ډول د کتابتون اجناس او کتابونه نوي ودانۍ ته انتقال شول ددې کارونو ترڅنګ د کتابتون لپاره ځانګړي پروګرامونه په لار واچول شول اود یو ځانګړي سیستم د رامنځته کولو په رابطه ډیر کارونه ترسره شول، استادانو محصلینو او اداري کارمندانو ته د مطالعې ښه زمینه برابره شوه، د کتابتون د غنې کیدو په موخه د ښاغلي سردارخیل په وخت کې کتابتون سره د کتابونو په برخه کې ډیرې مرستې ترسره شوې تقریبآ د (۴۰۰۰۰)زرو په شاوخوا کې کتابتون په نویوکتابونوغني شو چې ددې جملې څخه دDAAD په نوم د آلمان هیواد د علمي همکاریو ټولنه چې په افغانستان کې یې چاپي او د ویش چارې  محترم ډاکټر صاحب یحیی وردک په لاس دي د طبي او غیرې طبي کتابونه مرسته کړیده او د خوست ولایت پخوانی والي مرحوم معراج الدین پټان د یادونې  وړ بولو.د معلوماتي ټکنالوژی په برخه کې دده په راتګ سره ډیر اړین او ګټور کارونه ترسره شول د منظم سیستم رامنځته کول. د پوهنتون ټولو ادارو ته په منظم ډول د انټرنیټ سیستم غځول .په منظمه توګه د خپلو اړونده کارکوونکو څخه نظارت کول.

پیغام

لکه څرنګه چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او هم یې ټول  قوانین او اصول د اسلام د مبارک دین مطابق دي، خو له بده مرغه چې اوس مهال په افغانستان کې زیات شمېر خلک نه لوستي دي، علت یې دادی چې په افغانستان کې د کتابتونونو د موثریت څخه څوک په کامله مانا اګاهي نه لري، نو په همدې اساس کتابتون د نننۍ ټولنې د ښې راتلونکې لپاره مهم او اصلي رکن بلل کېږي، چې جوړېدل یې اړین دی. که چېرې د کتابتون اهمیت ته ځیرشو  نو پدې کې هېڅ شک نشته چی، کتابتون  د وخت یو کامل ضرورت دی، ځکه چې د تعلیمي کچې د پیاوړي کېدو او د هېواد د راتلونکي نسل د ښې پوهې لپاره کتابتون د ټولنې لپاره د ملا تیر حیثیت لري، همدا لامل دی چې د غربی او اروپایي ټولنې خلک د علمي ظرفیت د پرمختګ لپاره د مختلفو ډولونو د کتابتونونو څخه استفاده کوي، چې نن ورځ ددوی علمي کچه تر بل هر وخت پرمختللې او کومه ځانګړې نیمګړتیا نه لري، سره د ټولو اهمیتونو، زده کړو او ټولو تاثیراتو چې په راتلونکي یې ولري، ثابته شوې ده چې  هېڅ بشري قوه  نشي کولی، چی هغه بیا او په بله بڼه پیداکړي، ولې راتلونکی په لاره دی او یوه مهمه برخه د هغې چې نن ورځ  په کتابتون پورې اړه لري. مونږ باید د دې هېواد د بچیانو برخه د نړۍ د راتلونکي څخه معلومه کړو او ددې لپاره ملي عزم ته اړتیا لرو، نو لدې کبله خورا مهمه ده، چې باید د ټولنې د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي  لوړوالي او پرمختیا په اړه کتابتون ته مرجعه وشي. په معنوی او مادی لخاظ دوامداره ګټې، لاسته راوړنه، نوي بدلونونه، خلاقیت او د ژوندانه مناسب کیفیت د بشری منابعو، اجتماعي کلتورشی او فرهنګي ګټو پېژندل د کتابتون په شتون پورې اړه لري. ځکه د اوسني عصر مطابق د وګړو شتمني، طبیعي شتمني، فزیکي او انساني شتمني په دې پورې تړلې ده، که چېرې په واقعي مانا له کتابتون څخه استفاده وشي، لېرې نه ده، چې د ځمکې پر مخ به له ډېرو کمو ستونزو سره مخ شو، نو په همدې خاطر مو هېله ارزو دا ده چې د کتابتون څخه د سالمې ګټې په موخه په هرځای کی استفاده وشی، کتاب یو ښه ملګری دی ، خو د ښې ملګرتیا اساس بیا په کتابتون پوری اړه لري.

دشیخ زاید پوهنتون د کتابتون او معلوماتي تکنالوژی د امریت مسولین له خپلو ټولو ګرانو استادانو محصلینو او اداري کارکوونکو څخه هیله کوي چې د کتابتون اصول، مقررې او لایحې په پام کې ونیسي او د اصولو مطابق له کتابونو او کمپيوټرونو څخه ګټه واخلي تر څو مو له جوړ شوي سیستم څخه سالمه او اسانه استفاده کړي وي.