د ټولننيزو علومو پوهنځی تاريخچه:

ټولننيزو علومو پوهنځی په (۱۳۹۱) لمريز کال کې ټولنيز علوم د ښوونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې د ديپارتمنت په شکل ومنل شو او په (۱۳۹۳) لمريز کې د ټولنيزو علومو پوهنځی ته د زياتې اړتيا په پام کې نيولو سره د  شيخ زايد پوهنتون د رياست په هڅو او غوښتنه چې د لوړو زده کړو محترم وزارت څخه يې وکړه او د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام هم د مقنع دلايلو ترغور وروسته ومنل،چې ياده څانګه دې پوهنځی ته ارتقا وکړي.

 دا دخوښۍ ځای دی چې د شيخ زايد په  پوهنتون کې د نورو ټولنيزو علومو ترڅنګ لکه شرعيات، حقوق، اداره او تجارت، ژورناليزم او ادبيات پوهنځی چې لا د وړاندې د شيخ زايد پوهنتون په چوکاټ کې په خپل علمي فعاليت بوختې وې، اوس د دوو دپيارتمنټونو ( تاريخ جغرافيه او فلسفه ټولنپوهنه) په درلودلو سره د ټولنيزو علومو پوهنځی په نوم يوه بله پوهنځی هم ورزياته شوه، چې مهم ټولنيز علوم لکه تاريخ،جغرافيه، ټولنپوهنه،لرغونپوهنه،فلسفه،بشرپيژنده او نور عمده علوم به ورپکې تدريس کېږي .

 په ۱۳۹۴ کال کې یاد پوهنځي د لومړي ځل لپاره د تاريخ او جغرافيې ډيپارټمنت څخه (۸۸) محصلين او په ۱۳۹۵ کال کې له همدغې څانګې څخه (۱۱۲) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته يې په خپل مسلک کېد د خدمت په موخه وړاندې کړل، چې اوس مهال د هيواد په مختلفو سيمو کې دندې ترسره کوي .