د ژورناليزم پوهنځي لنډه تاريخچه:

ژورناليزم پوهنځى له نيكه مرغه د شيخ زايد په پوهنتون كې نسبتاً اوږده سابقه لري، چې اساس او بنسټ يي د مهاجرت په ديار ( پيښور ) ښار كې د افغانستان مهاجرو له خوا د افغان پوهنتون په چوكاټ كې كيښودل شوي دغې پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په چوكاټ كې د يوه ديپارتمنټ په توګه فعاليت درلوده.

د مؤقتې ادارې په راتګ سره كله چې دخوست ولايت د علم پروره خلكو د بيا بيا غوښتنو او د جلالتماب حامد كرزي د فرمان په اساس دغه پوهنتون له پيښور څخه خوست ولايت ته را انتقال شو او په خوست پوهنتون ونومول شو، چې ژورناليزم پوهنځي پدې پوهنتون كې د ښوونې او روزنې د پوهنځي يو ديپارتمنټ و، چې په ۱۳۹۰ هـ ش كال كې يي د يوه مستقل پوهنځي په توګه په فعاليت پيل وكړ او تر اوسه يي په غيږ كې ګڼ شمير ځوانان په پوره ملي او اسلامي روحيې سره ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې كړي دي، چې له نيكه مرغه دوى په ملي او نړيوالو معتبرو رسنيو كې كار كوي.