د وترنري پوهنځي تاريخچه

 

وترنري پوهنځۍ په ۱۳۹۱ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خواد(ګڼه حکم په اساس) د يوې مستقلې پوهنځۍ په حيث د شيخ زايد په پوهنتون کې د دريو ديپارتمنتونو (Pre clinic, Para  clinic and clinic ) په لرلو سره منظوره شوي ده.  نوموړي پوهنځۍ د تدريس لپاره ځانګړي وداني نه لري او د تدريس لپاره د زراعت پوهنځۍ له تعمير څخه ګټه اخلي.  د شيخ زايد پوهنتون  د اداری د معلوماتو له مخې د وترنري پوهنځۍ لپاره د مخدره توکو رياست لخوا په ۱۳۹۳ کال کې  د شپږ لکه او دوه زره ډالرو په ارزښت  د نوی ودانې جوړولو  وعده شوي وه خو د نامعلومو دلايلو په سبب شوې وعدې له منځه لاړې. خوبيا هم درسي بهير يې په برياليتوب سره جاري ساتلی. د تدريسي تعمير د نشتون سره په څنګ کې نوموړي پوهنځۍ د  کدري استادانو ستونزه هم لري يواځي په دې پوهنځۍ کې شپږ کادري استادان موجود دي،  نوموړي پوهنځی درې بستونه نور هم په اختيار کې لري، چې دلوړو زده کړو وزارت په سايټ کې اعلان ته ورکړل شوي دي.