د انجینري پوهنځی تاریخچه

د شېخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځۍ د افغان پوهنتون زېږنده ده او کله چې نوموړى پوهنتون د خوست خلکو او نورو مخورو قومي مشرانو په زيار او کوښښ سره خوست ته رانقل شو د شیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کې  انجينري پوهنځۍ هم په ۱۳۸۲ کال کې رسمآپه کار او فعالیت پیل وکړ چې په لومړي سر کې د لږ شمېر مسلکي استادانو په کمک سره د ډېرو لږو مادي امتيازاتو په مقابل کې تدريس پر مخ بېول کېده، په لمړی سر کې انجینری او زراعت پوهنځیو خپل فعالیتونه د یوې پوهنځي په چوکاټ کې تر سره کول او د وخت په تېرېدو سره کله چې داستادانو شمېر زيات شو او نو ي څانګې هم ايجاد شوی انجينري او زراعت پوهنځۍ سره بيلي شوی او مستقلې پوهنځۍ وپېژندل شوې.

په لومړيو کالونو کې دمحصلينو شمېر هم لږ ؤ او د وخت په تېرېدو سره دمسلکي استادانو شمېر زيات شو او لدې سره جوخت دمحصلينو شمېر هم زيات شو. فعلا په انجینري پوهنځی کې ۲۴ تنه استادان چې له هغې جملی څخه ، د علمي رتبو په اساس  یو تن پوهندوی، ۴ تنه پوهنمل ، ۷ تنه پوهنیار  ۱۲ تنه پوهیالی دي. د علمي درجو په اساس ۱۱ تنه ماسټران  او۷ تنه په خارج کې (یو تن جاپان کې د دوکتورا په زده کړو ، دوه تنه استادان د هند هېواد کې ، یو تن تایلنډ هیواد  ،  یو تن قزاقستان هیواد ، یو تن چین او یو تن  د کابل پولی تخنیک  په پوهنتون کې  د ماسټري  په زده کړو بوخت دي.

په ۱۳۸۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د کانکور له لارې شاګردان د انجینري پوهنځی سیول څانګې ته جذب شول او همدارنګه په نوموړي کال کې هغه شمېر شاګردان چې له افغان پوهنتون څخه راغلي و د پولیتخنیک پوهنتون د یو شمېر استادانو په مستقیمه همکارۍ لومړنی دوره ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.