د مالي او حسابي چارو امر

   عصمت الله  تڼیوال 

                                                                                         

ګرځنده شمارې: 0795477775 - 0766609724 0785477775 -

بریښنالیک: asmatullah.taniwal2017@gmail.com

د مالي او حسابي چارو امریت په اړه معلومات:

د مالي او حسابي چارو امریت په اوایلو کې د مالي اداري تهیه اوتدارکاتو امریت په نوم یې خپل فعالیتونه یې پر مخ بیول وروسته په ۱۳۹۶ کال کې یاد امریتونه وزارت مقام لحوا جدا جدا امریتونه شول چې مالي او حسابي چارو امریت بل د تهیه او تدارکاتو امریت ونومول شول ،چې مالي او حسابي چارو امریت بست ازادې سیالی ته وړاندې شو چې په نتیجه کې یاد امریت ته په لوړو نمرو بریالی شوم. چې د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام لحوا په ۲۰/۶/۱۳۹۶ نیټه باندې منظور کړ.

د مالي او حسابي چارو امر ژوند لیک:

ښاغلی عصمت الله تڼیوال د مرحوم حاجي مستک زوی چې په ۱۳۶۹ کال کې  د خوست ولایت مرکز مربوط د پنزایې شمل کلي په یوه دینداره او معارف پروره کورانی کې زیږدلی دی لومړنی او منځینی زده کړې یې د شهید مطیع الله او شهید محمد داود په عالی لیسو کې او ثانوي زده کړې یې د مرکز کابل په رحمان بابا عالی لیسه کې په اعلی درجه سرته رسولي دي، په (۱۳۸۸)هـ ش کال کې د کانکور د ازموینې له لارې د خوست شیخ زاید پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته بریالی،او په (۱۳۹۲) هـ ش کال د نوموړي پوهنځی څخه په لوړ کادر درجه د لیسانس په سویه فارغ شوی دی. د مسلکي زده کړو سره سره یې د ادارې او منجمنټ، انګلیسي، عربي ژبو او د کمپیوټر په برخه کې هم ځانګړي زده کړې کړي دي.

کاري تجربه:

تڼیوال صاحب په (۱۳۹۲) هـ ش کال د فراعت څخه وروسته د ازادې سیالی له لارې د خوست د انتحاباتو مستقل کمیسیون سره د تڼیو ولسوالی د ساخوي ناظم (DFC) په توګه( 15/02/14 – 20/06/14) کار کړی دی، له د وروسته یې د ابرار خیریه ادارې(AABRAR ) سره د منجمنټ ماسټر ترینر (Master trainer of Management  ) په صفت د(25/6/14 up to –15/8/14 ) نیټې پورې خپلو هیوادوالو ته خدمات وړاندې کړي دي، له د وروسته ۱۴/۹/۱۳۹۴ نیټه باندې د خوست شیخ زاید پوهنتون لپاره د ازادو سیالی له لارې د حفظ او مراقبت عمومي مدیریت ته بریالی شوی دی د ښو کړنو او وړتیا په لرلو سره کله چې د پوهنتون لحوا کمبود بستونو لپاره ازموینه اخیستل کیده نو ښاغلی هم د مالي او حسابي چارو امریت ته ثبت نام وکړو چې په نتیجه کې د لوړو نمبرو په اخیستلو سره یاد امریت ته بریالی شو،چې په رسمي ډول( ۲۰/۶/۱۳۹۶) نیټه باندې یې کار شروع کړ،چې تر دمه د شیخ زاید پوهنتون مالي او حسابي چارو امر په صفت دنده اجرا کوي.

ښاغلي تڼیوال د په محتلفو ورکشاپونو کې ګډون کړی دی چې د هغې له جملې څخه يې د لاندې ورکشاپونو یادونه کولای شو.

۱ـ د مفاهمې او اړیکو په برخه کې کوم ورکشاپ چې په شیخ زاید پوهنتون کې دایر شوی وو فعال ګډون کړی دی.

۲ – د پلان جوړونې په برخه کې کوم ورکشاپ چې د خوست په اقتصاد ریاست کې دایر شوی وو فعال ګډون کړی دی.

۳ – د ټاکنو د اصلاح لپاره کوم ورکشاپ چې د ابرابر خیریه ادارې لخوا په لار اچول شوی وو فعال ګډون کړی دی .

 لرلید :

۱ـ د مالي او حسابي چاروامريت مربوط تعين شويو اهدافو ته د رسيدو په موخه هفته وار، مياشتنی، ربعوار او کالنی  کاري پلانونو ترتيبول.

۲ـ دپوهنتون د مالي او اداري معاون سره د هماهنګی او مشورې  په صورت کې د عادي او انکشافي بودجې د طرحې ترتيب او تنظيم کول

۳ـ د قانون او مقرراتو مطابق د عادي او انکشافي بودجې د تادياتي او مصارفاتي چارو څخه کنترول او نظارت کول.

۴ـ د مالي او جنسي معتمدينو مربوطه حسابونو تصفيه کولو څخه کنترول او نظارت کول ،د دوی د حسابونو د تصفيه کولو په موخه .

۵ـ د پوهنتون د عادي اوانکشافي بودجې د مؤثرمالي سيستم  پرختیا او رامنځته کول، د مالي چارو د حسابونواومصارفو تنظيم په حاطر.

۶ـ د اطمينان تر لاسه کولو او درست کولو په موخه د (م۱۰)،(م۱۲)او (م۱۳) فورمو د اجراء او ترتيب څخه مراقبت کول.

۷ـ د عادي او انکشافي مصارفاتي پروژو او تادياتي چارو څخه کنترول، د پروژو د مالي حسابونو د تصفيه کولو په موخه.

۸ ـ د روغنياتو د حوالو چارو، نقليه وسايطو د پرزه جاتو څخه د مستوفيت مقام او د وزارت  مقام  مالي او اداري رياست د هماهنګی په صورت کې کنترول،د بودجې ترتيب او د پوهنتون د موجوده تحصيصاتو څخه د مصارفو د حصول اطمينان ورکول.

۹ ـ تر لاس لاندې کارماندانو د اجرااتو څخه کنترول او رهنمايې،او د دوی د کارونو موثريت او مثمريت څخه اطمينان حاصلول.                                                    

۱۰ ـ د قوانينو،مقرراتو او د ادارې د اهدافو مطابق د هغه وظايفو اجرا کول چې د مقام له خوا را سپارل شوي وي.

رسالت :

  • د پوهنتون د عادي او انکشافي بودجې د مالي چارو او تادیاتي مصارفو داجراتو تنظیم څخه نظارت او کنترول کول .
  • د مالي امورو د قانون او دتدارکاتو قانون په پلي کولو کې پوره هڅې په نظر کې دي .
  • د اداري فساد دمخنیوي په موخه هغه کړنلارې چې فساد مخه نیول کیږي مونږ یې په پلي کولو مکلف یو.

ژمنه:

  •   د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون ، دکارقانون او د لوړو زده کړو وزارت دقوانینو اومقرراتو ته پوره ژمن او په خپله اداره کې به یې پوره رعایت او پلی کوم.
  • مونږ ته د تخصص پر ځای ژمنتوب مهم دی لومړی باید مونږ خپلې ادارې ته ژمن ووسو.

پیغام:

ګرانو هېوادوالو د یو هېواد هر اړخیز پرمختګ او وده د لوړو زده کړو د پیاوړي نظام پورې اړه لري. که چیرې وغواړو چې په ځان بسیا افغانستان ولرو، نو ضرور ده، چې د هېواد پر تحصیلي بنسټونو داسې سرمایګذاري وشي، چې پر ملي او نړیوالو معیارونو پوره او ځواب ویونکي ووسي.زموږ موخه د هېواد اساسي قانون او د لوړو زده کړو وزارت د قوانینو او مقرراتو په چوکات کې  د یو معیاري او با کیفیته مالي سیستم رامنځ ته کول دي، چې د ټولنې د غوښتنو په وړاندې ځواب ووایي او د سیمې په کچه د باور څښتن وي.