د کرنې پوهنځي په اړه بشپړ معلومات

 

د کرنې پوهنځي د رئيس پيغام

د تمدنونو د ايجاد او بقا له پاره کرنه ځانګړی ارزښت لري. د پخوانيو تمدنونو زوال او له منځه تګ يو لامل د هغوی د کرنې خرابوالی ګڼل کيږي.  پخواني تمدنونه په هغه ځايونو کې رامنځ ته شوي چې ښيرازه کروندې يې درلودې. په  اوسني وخت کې د نفوسو زياته ګڼه ګوڼه هم په هغه ځايونو کې تر سترګو کيږي چې پراخه ښيرازه کروندې  لري او کرنه يې د وخت د غوښتنو سره سم د پرمختګ او هوسا ژوند له پاره ګامونه اخلي. په اوسني عصر کې نړيوال په دې هڅه دي چې زياتيدونکي نفوس له پاره خوراکي، پوښاکي او داسې نورې اړتياوې د کور په دننه کې حل کړي او د وګړو د مهاجرت، بيوزلي، فقر او لوږې ته د پای ټکی کیږدي. دا کارونه بغير د پوهې او تيکنالوژي څخه ناشوني ګڼل کیږي. په کرنه کې چې څومره پرمختګ شوی دا د پوهانو او زیارکښانو هغه ثمره ده چې نننۍ نړۍ يې په کرنیزو توکو بسيا کړې ده. که څه هم په نړۍ کې په ځينو ځايونو کې لوږه او فقر خپل ناولی سيوری په ځینو ټولنو باندې غوړولی، خو بيا هم که د نړۍ موجوده کرنیز توکي د نړۍ په نفوس په مساويانه ډول وويشل شي، د هغوی د اړتیاوو څخه زياتيدلی شي.

د نړۍ په بيلابېلو برخو کې کرنیز پوهنتونونه، کرنيزې ادارې، زراعتي څيړنيز مراکز او داسې نور اړوند موسسات د دې له پاره کار کوي چې د نړۍ له پاره خوراکي، پوښاکي، څښاکي او داسې نور توکي د وخت د غوښتنو سره سم توليد او د هوسا او بسیا ژوند له پاره د خلکو په اختيار کې ورکړل شي. افغانستان هم د نوموړو موخو او اهدافو ته د رسيدلو له پاره په بيلابيلو ولایتونو کې کرنیز مراکز او کرنې پوهنځي ايجاد کړي تر څو ټولنې ته هغه کادرونه وړاندې کړي چې نوموړو موخو ته په اسانۍ سره رسيدلی شي. د زياتيدونکي نفوس له پاره خوراکي توکي او نور په کرنې پورې  اړوند شيان د کرنیزې پوهې او تيکنالوژي څخه پرته امکان نه لري، نو د دې له پاره زموږ هيواد ورو ورو ګامونه اخلي تر څو وکولی شي چې د کرنې پورې اړوند ټولې اړتياوې په  داخل د هيواد کې حل او کرنيز توکي نورو هيوادونو ته هم صادر کړي. 

شيخ زاید پوهنتون د افغانستان په جنوب ختيز د خوست په ولایت کې تاسيس شوی او د نورو پوهنځیو تر څنګ کرنې پوهنځی هم په خپل تشکیل کې لري. په دې څو کلن يون کې کرنې پوهنځي وکولی شول چې په سل ګونو ځوان کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي او په اوسني وخت کې د افغانستان په بيلابيلو ادارو کې خپلو سپيڅلو دندو ته دوام ورکوي. کرنې پوهنځی په خپلو فارغانو باندې وياړي چې د خپل ماموریت په دوران کې يې ښې لاسته راوړنې لري او د دوی له برکته په اداراتو کې د سمون او پرمختګ څرک ليدل کيږي. د نړۍ نور کرنې پوهنځي چې څومره امکانات لري، نو زموږ پوهنځی په دې ترڅ ورو ورو ګامونه اخلي او يوه ورځ به د ټولو امکاناتو څخه برخمن شي. زموږ د پوهنځي ټول استادانو د خپلو هڅو له کبله وکولی شول چې د محصيلنو له پاره د غوره او باکيفيته زده کړو زمينه مساعده کړي. خپلو دندو او وظايفو ته په اخلاص او وفادارۍ دوام ورکوي او خپلو سپیڅلو موخو ته د رسيدلو له پاره په يووالی کار کوي.

په درنښت!

پوهنيار رحمت الله هاشمي

 د کرنې پوهنځی ريئس

 

د کرنې پوهنځۍ لنډه تاريخچه:

د شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځۍ په ۱۳۸۱ کال کې چې د ۲۰۰۲ ميلادی کال سره سمون خوري  د پاکستان د پيښور ښار څخه د افغان پوهنتون په چوکاټ کی د بعضې نورو پوهنځيو سره يوځای خوست ته انتقال او په فعاليت يې پيل وکړ .دغه پوهنځي په لومړی سر کی د دريو استادانو په مټ اته تنه محصلين د خپلې لومړی دوری د فارغينو په حيث ټولنې ته د خدمت په غرض وړاندې کړل . دکرنې پوهنځي تر اوسه پورې  په مجموعی توګه په ديارلسو دورو کې ۹۶۶ فارغين ټولنی ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي. داچې په ابتداء کی دغه پوهنځي صرف دری تنه استادان درلودل، خو اوس الحمدلله دغه پوهنځی ۲۷ تنه استادان لري چی د هغې جملی څخه ۸ تنه ماستران ، ۶ تنه يې د ماسټرې په زده کړو بوخت دي او پاتې ۱۳ تنه استادان  لسانس دي. دکرنې پوهنځی د لومړي ځل له پاره يواځې د اګرانومي ديپارتمنت درلود چی اوس مهال څلور نور ديپارتمنتونه لکه دنباتاتو دساتنې ديپارتمنت ،دباغداری ډ يپارتمنت ، کرنيز اقتصاد ديپارتمنت او دحيواني علومو څانګې هم لري.

د کرنې پوهنځي موخې

  • په مسلکي، اسلامي او ملي روحيه د محصلينو روزل
  • د لوړو زده‌کړو د وزارت له قوانينو او مقرراتو سره سم د کرنې په برخه کې د مسلکي پوهې لاس ته راوړل او په ټولنه کې د همدغې لاس ته راوړل شوې پوهې خپرول
  • د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژيو (ANDS) او د لوړو زده‌کړو وزارت ستراتيژيو ته د رسيدو ژمنتيا
  • محصلين به د نبات، خاورې او اوبو په اداره کولو او تنظيمولو پوه او ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي
  • محصلين به د څارويو او د هغوی د محصولاتو اداره او تنظيم په زده کړو پوه او په ورځني ژوند کې عملي کړای شي
  • محصلين به د خوړو د خونديتوب په هکله عامه پوهاوی په اهميت ځانونه پوه کړي او په ټولنه کې د عمل جامه ورکړي
  • محصلين به  نباتي او حيواني  نويو ورايټيی او نسلونه د سیمې د شرايطو مطابق رامنځ ته کړي
  • محصلين به د زراعتي او حيواني محصولاتو ذخيره او پروسيس کول په عملي توګه زده او پلي کړي
  • محصلين به د پرمختللې ټکنالوژۍ ترويج او د عنعنوي کرنې اصلاح کول زده او په ټولنه کې نورو دهقانانوو سره شريک کړي
  • محصلين به په لابراتوار کې د امراضو تشخیص او کلچر کول زده کړي
  • محصلين به صنعت ته خام مواد برابرول زده او خپلې زده کړی تجربې په ښه شان سره تطبيق کړي
  • محصلين به د کروندګرو د ژوند د سطحې لوړولو مديريت زده کړي
  • محصلين به د سبزیجاتو، میوه جاتو او د مختلف قسم ګلانو د روزنې لارې چارې او تخنيکونه زده او په ټولنه کې په عملي توګه تطبيق کړي
  • محصلين به د فراعت سره سم په ټولنه کې په مختلفو برخو کې د کار وړتيا زده کړي

د پوهنځی رسالت ، ارزښتونه او لرليد

رسالت

په ملی او نړيواله کچه د اړتياوو پر بنسټ  دسپېڅلې ښوونې،زده کړې او څېړنې وړاندې کول دي.

لرليد

د افغانستان په کچه په علمی ډګر کې يوه غښتلی اکادميکه اداره رامنځ ته کول دي.

اکاډميک چاپيريال

د اکادميک معيارونو په ثابت ساتلو او په پوره لېوالتيا او صداقت سره ښوونه ،تخنيکي او اداري پرسونلو  پر مټ د پوهنځی محصلينو ته د سخت زيار ايستلو مشورې په ورکولو ،د زده کړې ښه فضا تامينولو او په ټولو حالاتو کې د پوهنځی د محصلينو د شمېر او د طرز العملونو په لوړولو سره د زده کړې ښه چاپيريال ايجادول دي.

د علمي پرسونلو له خوا د پاليسيو په عملي کولو او د پوهنتون د پاليسيو په اډانه کې د اکادميکو معيارونو په ثابت ساتلو سره يو ښه اکادميک چاپيريال ايجاد کيدای شی. دا ډول چاپيريال د محصلينو، کارکوونکو هڅونه ، د استادانو علمي سمينارونه، علمي مقالو، په پوهنتون کې د تدريسي کال په پرانيستو کې او نورو ځانګړو ويناوو او روزنيزو کنفرانسونو کې  چې د ديپارتمنت او پوهنځيو له خوا داير کيږي،  د زده کړې ښه چاپيريال منځ ته راتللی شي.

د کرنې پوهنځي ډ يپارټمنټونه

کرنی پوهنځی په ۲۰۰۲ کال کې تاسيس شوی چې اوس مهال په لاندې پنځو نومول شويو ديپارتمنتونو کې علمي خدمات وړاندې کوي.

۱- د  اګرانومی ديپارتمنت

۲- د نباتاتو ساتنی ديپارتمنت

۳- د  باغدارۍ دیپارتمنت

۴ – د کرنيز اقتصاد ډیپارتمنت

۵- د حيواني علومو ډيپارټمنت

 

 اګرانومي ديپارتمنت:

اګرانومي هغه پوهه يا ساينس ته وايې چې پر مټ يې د نباتاتو څخه په اغېزمنه توګه د خوړو، تغذيې او سون موادو په حيث کار اخيستل کيږي. د اګرانومي  پوهه د نورو ساينسي علومو لکه د نباتاتو په جينيټيک، فزيالوژي، ميترولوژي، خاوری پوهنې ،بيولوژي، کيميا، ايکالوژي اوخاورې پوهنې  پورې تړاو لري . نن ورځ اګرانومېست په ډېرو مسايلو کې  لکه د غذايي موادو توليد، باکيفيته خواړه، د اغېزمن چاپيريال مديريت او د نباتاتو څخه د انرژۍ په توليد کې دخيل بلل   کيږي .

اګرانومېست اکثراً  د حاصلاتو په توليد، اوبخور، زېم اېستنه، نباتاتو نسلګيري ،  خاوری طبقه بندي،  خاوری حاصلخيزي  ، د هرزه بوټو پېژندنې او کنترول ، حشراتو او افاتو کنترول باندې تمرکز کوي. سربېره پردې چې ياد ديپارتمنت د پوهنځی  د موخو او مقاصدو په لاسته راوړلو کې  رغنده رول لوبوي ځينې عملي روزنيز تريننګونه  د حاصلاتو د ښه توليد له پاره  لکه د نباتاتو نسلګيرۍ، دکروندې په ترتيب او تنظيم   په برخه کې هم داير وی.

موخې:

  • محصلين به د ځمکې او نبات په مناسب ډول استعمال، د اوبو او خاورې اداره او تنظيم علم زده کړي
  • محصلين به د خوړو د خونديتوب په اړه عامه پوهاوی،تشديدي کرنه او د لوږې سره جدي مبارزه په کړنو پوه شي
  • محصلين به د کرنې مناسب وخت انتخابول او د نوې تيکنالوژۍ پر مټ کرنه زده او په ټولنه کې تطبيق کړي
  • محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د فارم د لوازمو په ښه ډول ساتل اوپه علمي لحاظ د فارم څخه توليداتو ايستلو وړتيا ولري
  • محصلين به د کرنيزو نباتاتو او د هغوی د تغذيې په ميکانيزم ځانونه پوه کړي
  • محصلين به د کيمياوي سرې او افت وژونکو استعمال په ګټې او تاوانونو ځانونه پوه او په ټولنه کې نورو دهقانانو ته وښايي
  • محصلين به د نويو ورايټيو منځ ته راوړل او د هغوی استعمال تخنيکونه زده او عملي کړي
  • محصلين به د کرنيزو نباتاتو ذخیره، پروسيس اوفابريکو ته خام مواد برابرولو لارې چارې زده کړي
  • محصلين به د اګرانومي په برکت په ټولنه کې کرنيز شين انقلاب منځ ته راوړي

نباتاتو د ساتنې ديپارتمنت

موخې:

  • محصلين به د نباتاتو د امراضو، هرزه بوټو او افاتو څخه خوندي ساتلو او د هغوی درملنه زده او په عملي ډګر کې پلې کړي
  • محصلين به د افت وژونکو د استعمال په اړه کافي مالومات زده او دهقانانو ته لازمې مشورې ورکړي
  • محصلين به په چاپيريال باندې د افت وژونکو ناوړه اغېزې زده کړي او نورو کسانو ته يې ورسوي
  • محصلين به په لابراتوار کې د امراضو تشخيص او د هغوی کلچر کول په عملي ډول زده کړي
  • محصلين به د امراضو کنترول له امله د اقتصاد پياوړتيا علم زده کړي
  • محصلين به د قرنطين د مقرراتو په اهميت پوه شي په ټولنه کې يې عملي کړي

باغداري ديپارتمنت

باغداري (Horticulture)  د دوه لاتيني کليمو ځخه اخيستل شوي ده چې  Hartus د باغ په معنی او Culture د کرلو يا احداث په معنی ده يا په بل عبارت هارتيکلچر د زراعت يوه برخه ده چې د مېوه جاتو ، سبزيجاتو او زينتي نباتاتو د کرلو پروسس او مارکيټينګ سره سر او کار لري.

موخې:

  • محصلين به ټولنې ته غوره سبزيجات او ميوه‌جات وړاندې کړي
  • محصلين به د سيمې د ښکلا په خاطر د رنګارنګ ګلانو توليدولو علم زده کړي
  • محصلين به د طبيعي منظرو انکشاف له پاره کار وکړي
  • محصلين به د مېوه جاتو او سبزيجاتو غوره ورايټۍ رامنځ ته کړي
  • محصلين به کورني او تجارتي باغونو ته وده ورکړي
  • محصلين به د ميوه‌جاتو او سبزيجاتو ذخیره او پروسيس په عملي ډول زده کړي
  • محصلين به په شنو خونو کې بيلابيل سبزيجات کرل او مارکيت ته وړاندې کولو علم زده کړي

دکرنیز اقتصاد  ډيپارټمنت

موخې:

  • محصلين به دپرمختللې ټکنالوژۍ ترویج اود عنعنوي کرنې اصلاح کول په ټولنه کې په عملي ډول رامنځ ته کړي
  • محصلين به دکرنې سکتور دستونزو پیژندنه او ورته د حل لارې پيدا کړي
  • محصلين به دتولید دلوړولو په موخه دکرنې دسرچینو په سمه توګه سمبالول زده کړي
  • محصلين به دکروندګرو  دژوند دکچې لوړولو مهارتونه زده کړي او په ټولنه کې يې پلي کړي
  • محصلين به دپایښت لرونکي ملي اقتصاد دودې او انکشاف لپاره دکادرونه وروزي
  • محصلين به دکرنې پراختیايې بانکونو لپاره د مسلکي کادرونه وروزي او عملآ کار وکړي
  • محصلين به دفقر له مینځه وړلو ، طبعي  سرچینو دسمې کارونې او کرنې دپیاوړتیا له پاره په عملي ډول کار کول
  • د محصلين به کرنې میکانیزه کول، توليد له پاره د بازار موندنه اوکوپراتیفونو رامنځ ته کولو هنر زده او عملي کړي

 حيواني علومو ډيپارټمنت

موخې:

  • محصلين به د کورنيو څارويو، مرغانو، ماهیانو تربيه کولو علم زده کړي
  • محصلين به د حيواني محصولاتو ذخيره او پروسيس کول په عملي ډول پلې کړی
  • محصلين به د حیواني امراضو وقايه، مخنيوی او عامه پوهاوی زده او نورو ته وښايي
  • محصلين به د حيواني او انساني شريکو امراضو مخنيوی او عامه پوهاوی په ټولنه کې نورو کسانو ته ورسوي
  • محصلين به د وخت سره سم د حيواناتو ګټور نسلونه رامنځ ته کړي
  • محصلين به د مالدارۍ په سکتور کې د نوې تيکنالوژۍ استعمال زده او عملي کړي
  • محصلين به د څارويو او مرغانو او شاتو مچیو له پاره مناسبه غذا برابرولو علم زده کړي او په ټولنه کې عملي کړي
  • محصلين به د خاورې په حاصلخيزۍ کې د مالدارۍ فرعي محصولاتو رول په اهميت پوه شي

د پوهنځۍ اداري جوړښت

د پوهنځي اداري جوړښت د پوهنځی رئيس، مرستيال، د ډيپارتمنتونو د امرينو ، د پوهنځي تدريسي مدير او اجرايېئه مدير څخه تشکيل شوي دی. د فاکولتې د اکاديميکو او اداری چارو په برخه کې عمومي مسؤل او باصلاحيته شخص دی  چې د ديپارتمنتونو د امرينو، د پوهنځی مرستيال او نورو اداري او مسلکي کارمندانو سره د موخو د لاسته راوړلو په برخه کې همکار او همغږی کوونکی رول ادا کوي. د د يپارتمنتونو امرين  د اکاديميکو چارو پرمخ بيولو په برخه کې د پوهنځی رئيس،  د پوهنتون رئيس او علمی مرستيال  ته مسؤول دي تر څو د خپلو ديپارتمنتونو  چارې په ښه شان سره پرمخ بوځي . 

د کرنی پوهنځی اداری پرسونل

  • پوهنيار رحمت الله هاشمي د پوهنځی رئيس
  • پوهنمل شفيع ګل شفيقي  مرستيال او اګرانومي ډيپارتمنت امر
  • پوهنيار صاحب شاه صياد د نباتاتو د ساتنې ديپارتمنت امر
  • پوهيالی سيف الله منګل د باغداري ډيپارتمنت امر
  • پوهيالی شيرپاو احمدي د کرنيز اقتصاد ډيپارتمنت امر
  • پوهيالی اخترجمال جمالي د حيواني علومو ډيپارتمنت امر
  • سين الله اميرزی لابرانت
  • الياس حکيم تدريسي مدير
  • جهانزيب اجرايئه مدير

د پوهنځۍ اسانتياوې

کمپيوتر ليب

دکرنی پوهنځی ته ADT يو ډیرمجهز کمپیوټری لابراتوارجوړکړی دی. چې په دغه کمپيوټري لابراتوتر کې ۲۵ لاپ ټاپ کمپیوټرونه نصب کړل شول. د کرنې پوهنځې محصلين د مهالويش له مخې خپلې عملي زده کړي په همدغه لابراتوار کې سرته رسوي. بعضې وخت د پوهنتون شموله ټريننګونه هم په همدغه کمپيوتر ليب کې تر سره کيږي. ددغی پروژی ټول لګښت تقریبا ۹۸۰۰۰ – امریکایی ډالره وو.

 

 

کتابخانه

د یونما لخوا دکرنی پوهنځی له پاره یوه کتابخانه جوړه شوه او په ۱۳۹۰/قوس/ ۱۰ نيټه رسما د خوست والي او د يونما د زون په سطحه مسولينو لخوا افتتاح شوه. په نوموړې کتابخانه کې دکتابخانی ټولی المارۍ ، دیرش پایی چوکۍ ، یوډیر لوی میز او ۳۳۵ جلده نوی زراعتي کتابونه شامل دي. نوموړي کتابونه د مسلک له مخې جدا شوي او په مشخصو الماريو کې ځای پر ځای شوی دي. په نوموړې کتابخانې کې نور کتابونه چې د نورو منابعو څخه راغلي د ثبت څخه وروسته د محصلينو د مطالعې لپاره په واک کې ورکړل شوي دي. د کرنې پوهنځی محصلين او استادان د خپلو سمينارونو او علمي مقالو د ليکو لپاره وخت په وخت ترې استفاده کوي. دغه پروژه چی ټول لګښت یی تقریبا ۲۱۰۰۰ – امریکایی ډالره وو ، ۱۳۵۵۲ ډالره یی په کتابونو او باقی رقم یی په الماریو، میزونو او چوکیومصرف شولی .

لابراتوار

کرنې پوهنځی  لابراتوار چې د معارف پخواني ريئس الحاج خزان ګل ټني د(۴۰۰۰( امريکايي ډالرو  په مالي مرسته برابر شوی دی چې د ساده تحقيقونو لپاره ترې استفاده کيږي. په دغه لابراتوار کې مايکروسکوپونه او د هغې اړوند سامان الات شتون لري چې په نوموړې لابراتوار کې

 

څيړنيز فارم

د شېخ زايد پوهنتون، د کرنې پوهنځی د يوه څېړنيز فارم درلودونکی دی چې په دريو شنو خونو)چې ۶۰۰ مترمربع ساحه لري ( او ۲۰۰ جريبه ځمکې سره سمبال دی .نوموړی څيړنيز فارم په خوست کې د امريکا متحده ايالاتو د ولايتي بيارغونی ټيم په مالی مرستې سره تاسيس شوی دی. په نوموړي څيړنيز فارم کې د کرنې پوهنځی په چوکات کې د خاورې  اړوند  د کيمياوي خواصو څيړنې  ( Soil pH, NO3-N, K2O, MgO)، د  خاورې فزيکي خواصو ( د خاورې پروفايل پيژندنه، د  مختلفو اندازو له مخې د خاورې دوهمي ذراتو تجزيه )، د کمپوسټ جوړول، د لمريز ماشين په واسطه د ميووو وچوول، دابیاري د مختلفو سستمونو معرفي، دبزغلیو دکرلو لارې چارې، په ساحه کې د بوټو تشخیص، د Pesticides د استعمال لارې چارې، دغوښینو چرګانو په وده باندې د جیرې اغیزې، دپالکو، ګازرو، شلغم، ګلپی او نورو سبزجاتو کرل، په فارم کې د نباتي امراضو تشخیص او کنترول او داسې نورې څيړنې تر سره کيږي.

د پوهنځی د علمي کادرونو پیژندګلوي

اګرانومي ډيپارتمنت

شمیاره نوم تخلص علمي درجه علمي رتبه دنده  څیړنیزه ساحه بریښنالیک عکس
۱ عبدالخالیل افغانۍ ماسټر پوهندوی علمي مرستیال او استاد اګرانومي aakhalil2007@gmail.com  
۲ رحمت الله هاشمي ماسټر پوهنیار د پوهنځی ریس او استاد اګرانومي rahmatullah_hashimi@yahoo.com
۳ شفیع ګل شفیقي ماسټر پوهنیار استاد اګرانومي Shafigulshafiqy@yahhoo.com
۴ محمد حنیف هاشمي لیسانس پوهینار استاد اګرانومي mohammadhanif1984@yahoo.com    
۵ ایمل ولي ماسټر پوهنیار استاد اګرانومي emal.wali@yahoo.com  
۶ قیام الدین اباد لیسانس پوهیالی استاد اګرانومي    
۷ محمد اسماعیل مقبل لیسانس پوهنیار استاد اګرانومي mismail350@gmail.com  
۸ احمدیار احمدي لیسانس پوهیالی استاد اګرانومي ahmadyar1367@gmail.com  
۹                
۱۰                

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شماره

نوم

موقف

درجه

ادرس

۱

محمد سعيد

د فارم امر

لسانس

0775376970

۲

بريالی

د اګرانومي مدير

لسانس

0778957029

۳

محمد يوسف

د باغدارې مدير

لسانس

 

۴

غلام رباني

د حيواني علومو مدير

لسانس

0799600906

 

 

 

  1. پوهندوی عبدالخليل افغاني
  2. پوهنيار رحمت الله هاشمي
  3. پوهنيار شفيع ګل شفيقي
  4. پوهنيار مخمد حنيف هاشمي
  5. پوهنيار ايمل ولي
  6. پوهنيار محمد اسماعيل مقبل
  7. پوهيالی احمديار احمدي
  8. پوهيالی قيام الدين اباد
  9. پوهيالی قسيم الله ريان

کرنيز اقتصاد ډيپارتمنت

  1. پوهنمل مجيب الرحمن کريمي
  2. پوهيالی صديق عمر روښان
  3. پوهيالی عبدالمتين مياڼی
  4. پوهيالی شيرپاو احمدی

نباتاتو ساتنې ډيپارتمنت

  1. پوهنيار صاحب شاه صياد
  2. پوهنيار ولی الله یوسفزی
  3. پوهيالی عبدالعزیز وزیری

حيواني علومو ډيپارتمنت

  1. پوهنمل اجمل ولی
  2. پوهنيار سید عبدالقادر هاشمي
  3. پوهيالی اخترجمال جمالي
  4. پوهيالی خیبر مومند
  5. پوهيالی عبدالسميع نوری
  6. پوهيالی ذبیح الله جميل
  7. پوهيالی کاظم وردګ

باغداري ډيپارتمنت

  1. پوهنمل حکم خان حبيبي
  2. پوهيالی سيف الله منګل
  3. پوهيالی محمد رفيق عاطف
  4. پوهيالی اسلام الدين برهان
  5. پوهيالی حکيم الله عابد