د وترنري پوهنځی د ريس پيغام

د يو څه خاصو عواملو په لرلو سره افغانستان په مالداری کې يو ضعيف هيواد دی لکه د قابليتونو نشتوالی، د منابعو څخه نه استفاده کول، د مالدارۍ په برخه کې غيرمسلکي خلکو موجوديت ،په تکنالوژی باندې نه پوهيدنه او همدارنګه د هغه اضافي فعاليتونو نه موجوديت ، کوم چې د مالداری سکتور پورې اړه لري .  د طبيعی منابعو څخه استفاده په اقتصادي لحاظ د هغو اوچتو فعاليتونو پورې اړه لري ،کوم چی د مالداری لپاره ډير مهم دي. د مالداری پرمختګ د افغانستان د حکومت يو د مهمو اهدافو څخه شمېرل کيږی  فلهذا د دغه ډول پرمختګ لپاره يو پرمختللي او روزل شوي مرکزي قوت ته ضرورت دی.  د شيخ زايد پوهنتون رئيس ډير په وضاحت سره د ضرورت په بناء دوترنری پوهنځی لپاره د نوی تدريسي ودانۍ غوښتنه کړی ده ، تر څو هغه مشکلات چې د ځای په برخه کې يې لرو حل شي.  اوسنی کمښت ته په کتنی سره د استادانو د کمښت ستونزه موجوده ده، نو دا ډيره مشکله ده، چی په اوسني حالت کې يو بريالی  پوهنځی وشميرل شي، ځکه چې دا پوهنځی يو ستراتيژيک پلان ته اړتيا لري تر څو په کافي اندازې سره مسلکي روزونکي ولري. پوهنتون د ځوان نسل لپاره په اوچته او باکيفيته زده کړه تاکيد کوي او د دې  علم متخصصين او ښه رهنمايي کوونکي د پرمختګ لپاره ضروري ګڼي. په دې وروستيو کلونو کې د شيخ زايد پوهنتون د فزيکی زيربنايي خدماتو، دسپلين او مجربو اشخاصو ته ضرورت لري تر څو يې توليد ښه کړي.  د وترنري علومو پوهنځی د متخصصينو د کموالي سره مخ ده. د دغې مشکل د حل لپاره د پوهنځی استادانو ته بايد پرمختللي تريننګونه ورکول شي په ځانګړي ډول ځوانو کادرونو ته په ارتباطی مهارتونو، تحقيق، معلوماتي تکنالوژي، لابراتواري مهارتونه او د فارم مهارتونو کې.  پرمختللي لنډ مهاله او اوږد مهاله تريننګونه  د داخلي او بهرني سرچينو څخه په ګټه اخيستني سره کولای شي، چې دغه غوښتنې پوره کړي. په پوهنځی کې د دغه ستراتيژيک پلان تطبيق کوونکي د ديپارتمنتونو اعضا‌ء دي او همدارنګه متواتر پرمختګ د پوهنځی د ديپارتمنتونو  رهبرۍ پوری اړه لري. د پوهنځی اقتصادي استقلاليت  په مالداری کې د مالی فعاليتونو پورې اړخ پيدا کوي، چې د پوهنځی استادان بايد د نړيوال پرمختګ څخه خبر او پخپله ساحه کې تعليمي لوړتيا، تحقيقات، اکاډميکي لاسته راوړنې ولري. د پوهنځی لپاره  د متخصصينو روزنه په لومړيو حالاتو کې   ( مالداری او د پولټری د پرمختګ لپاره) په ملی سطحه ډيره ستونزمنه ده. د مالداری د توليد مشکلات د څارويو د صحت، وراثت ، تغذيې او مارکيټ پورې اړه لري. مسلکی ځوانان بايد په دې وتوانيږی چې خپل توليدات او محصولات د ښې ادارې، تغذيې او د امراضو د کنترول په وسيله لاسته راوړي. هغه تکنالوژي او قابليتونه چې د حيوانی محصولاتو په زياتوالي کې رول لري بايد د کليوالي او ښاري  قابليتونو د ښه کيدو لپاره برابر کړل شي ، چې  د ښې نسلګيرۍ فارم جوړونې د محصول زياتوالي په تمويل کولو سره واردات کم او صادارت زيات کړل شی. همدارنګه د وخشي حيواناتو د ژوند ساتنې، حياتي تکنالوژي ،  د نسل اصلاح، د وترنری د اوږد مهاله توقعاتو څخه شميرل کيږی. د پروتينو، شحمياتوکموالی او بې کيفيته دواګانو موجوديت د وترنری د راتلونکي مهمو خنډونو څخه شمېرل کيږی. د وترنری علومو پوهنځی مسؤليت دا دی، چې قوي علمي شخصيتونه فارغ کړي، هغوی خپل ملي مسؤليتونو ته متوجه کړي، د وحشي حيواناتو د ژوند په باره معلومات ورکړي،  انساني صحت په ساتنه کې رول ولري او په هغه څه کې پرمختګ وکړي، کوم چې د راتلونکي  لپاره يې د مالداری مخه نيولي  ده، چې  د دغه مسؤليت پوره کول په ديپارتمنتونو پورې اړه  لري . مونږ ضرورت لرو، چې ډير زيات کوشش وکړو ترڅو ښه راتلونکی ولرو او زيار به باسو،  خپلو څارويو ته ښه پالنه او روزنه ورکړو تر څو وکولای شو صحي حيواني محصولات خپلو خلکو ته وړاندې کړو.

           د وترنري پوهنځی ریس

            پوهنمل اجمل خوستی