د ژورنالېزم پوهنځي د ریئس پیغام:

موږ د اطلاعاتو او مواصلاتو په عصر کې ژوند کوو. دا کلیشه يي عبارت په افغانستان کې د خلکو په خولو کې لویدلی وو. بیا کله، چې د افغانستان د چا خبره، ددول ډول انقلابي تودو جګړو ډکر وګرځیده، ورسره د "میډیا د انقلاب" شور ماشور هم زیات شو او افغانستان د ډېرو سترو او مهمو پېښو د مرکز په توګه د میډیا د انقلاب یو ازموینځی او د نړۍ د هرګوټ د ژورنالېستانو د پریکټس پخولو یوه ساحه وګرځول شوه.

د ژورنالېزم له نظره افعال (Verbs) یعنې کارونه او اکشنونه له نومونو یا اسمأو (Nouns) څخه زیات ارزښت لري په بله ژبه نومونه یا اسمأ هغه وخت "خبر جوړونکې" ګرځي، چې "افعال "ورڅخه صادر شوي دي او یا خو څه کارونه او اکشنونه ورباندې شوي وي په دې حساب "افغان" دهغه ملت نوم دی، چې کردار او ټینګار د پیړۍ په یوه څلورمه کې د ټولي نړۍ د میډیا لپاره د "خبرونو" د لیکلو او د "نظرونو" ښودلو زمینې زیاتې کړلې.

دلته دا ټکی هم د یادونې وړ دی، چې ژورنالېزم په خپل خاص سبک کې د صفتونو (Adjectives) کتارونه نه خوښوي، کسان یا شیان په ښو نومونو نه ستایي په بدو نومونو یې هم نه یادوي بلکې د هر چا او هر شي ښیګڼې یا بدی د څرګندو، ژوندیو او خوځنده حقایقو د لیکلو او ښودلو له لارې تجسموي په دې توګه نړیوالې میډیا د افغان ملت اتلولي او زړورتیا همدارنګه په سیاست کې د دغه ملت زړه ځوروونکی ناکامی، د دتوصیفونو په ځای ډېر ځله د حقایقو له لارې ښودلی او شرح کړی ده.

همدارنګه زموږ کورنیو جګړو نړیوالی میډیا ته ډېر شیان په لاس ورکړل، خو زموږ لپاره یې د خبر او برکت لورینه ډېره لږه  وه. د میډیا هغه ماشینري، چې په خپله په سیاستونو کې د ښکیلو افغانانو په لاس چلیده، د "خبر" په ځای زیاتره د "نظر" په محور چورلیده. تعلیمي اړخ یې همداسې ؤ. د تفریحي اړخ په باره کې ښايي دا خبره بس وي، چې "ّپه جنګ کې ګوړي نه ماتیږي" نظریات هم د بېلا بیلو تنظیمونو او سیاسي ګروپونو په قالبونو کې اچول شوي وړاندې کیدل. دا که "کیڼ اړخ" یا "َښي اړخ" دی. دې ډول واردو شویو او قالبي نظریاتو زموږ له یو شمېر غوره ارزښتونو سره هم، وخت په وخت ټکرونه درلودل همدا سبب دی، چې دیوه اړخ نظریاتو زموږ ملي ارزښتونه د "ارتجاع" او دبل اړخ نظریاتو هغه د "جهالت" په سپکو کاڼو تیږو تلل پر مونږ قصداً دداسې یو کلتور تپل کیدو هڅه کیدله، چې دهغه تربدمرغ سیوري لاندې "خپل پردي کړو او پردي راخپل کړو"، چې پایله یې له بده مرغه د فاسدو کینو او ډېرو کرغیړنو کورنیو جګړو په بڼه راووتلي

اصلي خبره داده، چې څومره زموږ خپله میډیا د نورو په لاس او یا د نورو تر اغېز لاندې چلیدلي ده هومره یې د افکارو د روښانولو په ځای دماغذو منیځلو دنده پرمخ بیولی ده نو اوس موږ دې ته سخته اړیتا لرو، چې له خپلې میډیا څخه د جنګونو دوړي او ګردونه او پرهغې باندې نور تپل شوي شیان پاک کړو او دا هینداره دومره صافه او شفافه کړو، چې هر څوک او هر شی موږ ته په خپله اصلي بڼه او څیره کې راښکاره کړي یعنې دا، چې موږ له اصلي خوڅښتونو او حقایقو څخه څنګه، چې دی هغسې خبر کړي.

شیخ زاید پوهنتون د هیواد او د نورو پوهنځيو په څیر د ژورنالېزم پوهنځي په چوکاټ کې لري او تراوسه یې په خپل اته کلن یون کې ډېر کادرونه د ټولنی چوپړ ته وړاندې کړي دي. د ژورنالېزم پوهنځي دیپارتمنت په ۱۳۸۴ کال کې د تعلیم او تربیې په چوکاټ کې ایجاد شو. له نوموړي دیپارټمنټ څخه تر ۱۳۸۹ کال پوري ۸ دورې محصلین فارغ شوي. نوموړی دیپارټمنټ په ۱۳۹۰ کال کې د پوهنځي سطحې نخ ارنقأ وکړه او تېر کال یعنې په ۱۳۹۲ ه ش کال کې نوموړي پوهنځي اته (۸) دورې محصلین فارغ کړل، چې نوموړي پوهنځي تراوسه پوري ټول ټال (۳۴۲) کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

ژورنالېزم پوهنځي کلک هوډ لري، چې دغې پروسې ته پرمختګ ورکوي ترڅو خپلو وطنوالو او نړیوالو ته پرته له تبعیض ښه خدمت وړاندې کړي.

ژورنالېزم پوهنځي د امریکا متحده ایالاتو د بالسټېټ پوهنتون سره توامیت لاس لیک کړی ترڅو د خپلو استادانو او محصلینو کاري ظرفیتونه لوړ کړي. له نیکه مرغه په کال ۱۳۹۱ کال د بالسټېټ پوهنتون له خوا زموږ د پوهنځي اته (۸) تنه استادان د روزنیز ورکشاپ په موخه د مالیزیا هیواد ته د ۱۵ ورځو لپاره ولاړل. او په همدې کال کې دوه تنه استادان د یو روزنیز ورکشاپ په موخه دوبې لاړل. په ۱۳۹۲ کال کې د بالسټېټ پوهنتون له خوا پنځه (۵) تنه استادان د دریو میاشتو لپاره امریکا ته لاړل. په همدې کال کې پنځه (۵) تنه استادان د یو روزنیز ورکشاپ لپاره د هندوستان هیواد ته لاړل او د همدې کال په وروستیو کې د بالسټېټ پوهنتون له خوا پنځه (۵) تنه استادان امریکا د دریو هفتو پوري دعوت کړي او لاړ دي.

د ژورنالېزم پوهنځي په دې باندې بسنه نه کوي او هڅه به وکړي ترڅو دا ډول توامیتونه د هیواد په داخل او بهر کې د نورو پوهنتونو سره هم لاس لیک کړي. د ژورنالېزم پوهنځي په دې لټه کې ده، چې خپل استادان د ورکشاپونو په خوا کې د ماستری او دوکتورا په سویه بهرنیو هیوادونو ته د زده کړې لپاره زمینه برابره کړي. له نېکمرغه زمونږ د پوهنځي دوه استادان د ماستری پروګرام لپاره د جاپان هیواد ته د لوړو زده کړو په موخه تللي ول، چې یو کس حضرت محمد بهار په ۱۳۹۲ کال کې د ماستری په سویه بېرته راستون او په پوهنځي کې یې په تدریس بوخت دی.

ژورنالېزم پوهنځي هڅه کوي، چې خپلې ټولنې ته په پوهه سمبال کدرونه د وطن پالنی په روحیه وړاندې کړي. د ژورنالېزم دپوهنځي د رهبري لړلید دادی، چې دغه اداره نه یواځې دا چې په محلي سطح بلکې د سیمې د هیوادونو په کچه یوه با اعتباره او په مسلکي لحاظ منل شوي ادراه وي.

 

په درنښت

پوهندوی دوکتور ماستر واحدي

د ژورنالېزم پوهنځي ریئس