د شرعياتوپوهنځي پوهنځی ریس او پيغام:

 

پوهنمل عبدالجليل شهيدزی د جميل خان زوی، چې په ۱۳۵۶ هـ.ل کال د خوست ولايت د شمل دوه منده ولسوالۍ د سيدخيلو په کلي کې په يوه دينداره او روښان فکره کورنۍ کې يې نړۍ ته سترګي غړولي دي.

په ۱۳۷۹ هـ. ل کال دکابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د فقه او قانون څانګې څخه په لوړه درجه فارغ شو او په ۱۳۹۳ هـ. ل. کال دکابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي د شريعت او قانون د ماسټري بورډ څخه په لوړه درجه د ماسټري سند ترلاسه کړ.

ښاغلی شهيدزی په دري او پښتو ژبو سربيره په عربي ژبه روانې خبرې او ليکل کولای شي او هم په انګليسي ژبه څو سلنه خبرې او ليکل هم کولای شي، د ژبو د مهارتونو ترڅنګ دکمپيوټر دفتري اړينو پروګرامونو ته هم په بشپړه توګه لاس رسۍ لري.

ښاغلي شهيدزي د افغانستان په داخل او بهر کې په زياتو روزنيزو ورکشاپونو کې فعاله برخه اخيستې ده.

ښاغلی پوهنيار شهيدزی اوس مهال د شيخ زايد پوهنتون د شرعياتوپوهنځي د رييس په توګه په پوره اخلاص او صداقت سره خپله دنده پرمخ وړي، استادان، مامورين او محصلين ترې بشپړ رضايت لري.     

د پوهنځی د رييس پيغام                  

الحمد لله وحده، والصلاة والسلام علی من لانبی بعده!

لکه څه ډول، چې د هر هیواد اساس ټولنیزې اسنتیاوې، پرمختیاوې، وټه ييزې ودې، د غوره استعدادونو رامنځ ته کیدل د غوره زده کړې له لارې رامنځ ته کیدای شی؛ بناءً د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځي هم د لوړو زده کړو د لوایحو او مقرراتو سره سم په پام کې لري، چې خپلې اسلامي ټولنې ته په علم سمبال او غوره کادرونه د خدمت په موخه وړاندې کړي، چې د هیواد په ټولنیزو چارو او امنیت کې اغیزمن رول ولوبوي، همدا ډول د شیخ زاید پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په پام کې لري، چې په اسلامي، ملي، اجتماعي او افغاني روحيه باندې روزل شوي مسلکي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي؛ ترڅو نوموړي ځوان فارغان د يوسالم نظام او باثباته اداره رامنځ ته کړي همدا ډول د شرعیاتو پوهنځي په پام کې لري، چې د ټولنې د خدمت لپاره داسې په علم سمبال ځوان کادرونه وړاندې کړي، چې دغه ځوان کادرونه د خلکو د حقونو د خوندیتوب، سالم مدیریت د رامنځته کیدو، د خلکو ترمنځ د غوره پريکړو کولو، په عدلي او قضایي چارو کې د ښه او غوره سمون وړتيا درلودلو او په محاکموکې د واسطې او رشوت پرته د خلکو ترمنځ د پريکړو کولو وړتیا ولري او هم بايد د پخوا په څیر د شرعیاتو پوهنځي استادان او فارغان ددې توانمندي ولري، چې د سترې محکمې، عدلي او قضايي ارګانونو سربيره د دولت په نورو غوره پوستونوکې او هم د دولت د لوړ رتبه خلکو لپاره د مشاور په صفت پاتې شي.                                                                    

شرعياتو پوهنځي استادان تل هڅه کوي، چې په خپلو محصلينو کې او هم په ټولنه کې اسلامي روحيې پر بنسټ د بشر دوستۍ، امنیت، د ملي نوامیسو ساتنې او قانون ته د وفادارۍ احساسات را وپاروي؛ ترڅویې په افغاني ټولنه کې مثبتې اغیزې لکه د لمر په څېر وځلیږي او د شیخ زاید پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استادان او محصلین د لوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرراتو سره سم به لا نور هم خپلو هڅوته دوام ورکړي اوکومې نیمګړتیاوې، چې لري د تجربو په لاسته راوړلو، وړاندیزونو اوخپلو دومدارو هڅو سره له منځه یوسي او هغه خالیګاوې د غوره استعداد ونو په رامنځ ته کیدو سره ډکې کړي؛ ترڅو شرعیاتو پوهنځي وکولای شي خپلو لوړو اهدافو ته ځان ورسوي.ومن التوفيق