حقوقو اوسیاسی علومو د پوهنځی  د رئیس پوهنمل محمدالله مندوزی پیغام

ګرانو مینه والواو درنو دوستانو ویاړ لرم ، چی د خوست په دې ښکلي او سرحدي ولایت کی د شیخ زاید په نوم یو لوی پوهنتون شتون لري او د هغې په وجود کې د حقوقو او سیاسي علومو په نوم یوه داسې پوهنځی چې د هیواد سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز ژوند سره  ۱۰۰٪ په هغې پورې تړلی او د ټولنیز نظام په اداره کولو کی مهم نقش لوبوي  ، شتون لری .

   د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د افغانستان عدلیي او قضایي ارګانونو او د بهرنیو چارو وزارت له پاره د کادرونو د روزلو دروند مسئولیت په غاړه لري . د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې اوس مهال په زیاته اندازه محصلان په زده کړه بوخت او په سلګونو محصلان یی هیواد ته د خدمت په موخه وړاندې کړي او دا سلسله دوام لري . د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی اوس د هغې ابتدائي حالت څخه راوتی ، د پرمختګ او ودې په حال کی ده . درسونه یی ورځ تربلی باکیفیته کیږي او عملی درسونو امکانات هم تر خپله وسه ورته برابر شوي او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی د محصلانو لپاره د کمپیوټر او انټرنیټ ته د لاس رسي لپاره شرایط او امکانات برابر شوي دي .  

یو بل زیری چې خپلو هیوادوالوته یې باید ورکړم ، هغه د ګرانو هیوادوالو لپاره د شپې پوهنځی تاسیس شوي ، چی د دولت مامورین او ازاد وګړي کولای شي ، چې خپلو لوړې زده کړې  په کې ترسره کړي . د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی  مشرتابه تل زیارایستلی او هڅه کوی ، چی خپلو هیوالولو ته ښه خدمات وړاندی کړی