د انجینري پوهنځي ریس پیغام
په ټولنه کې د انساني ژوند د ښه پرمختګ لپاره ودانۍ ډيري مهمې دي ځکه نو د ډير پخوا څخه انسانانو د خپل ژوند د پرمخ بيولو لپاره د خپل وس سره سمې ودانۍ جوړې کړيدي. مګر اوس چې د تکنالوژۍ دور دي، د عصري او مدرن ساختمانو او وسايلو په جوړولو کې لوی برياليتوبونه تر لاسه شويدي. د لاډيرو برياليتوبونو د لاسته راوړلو لپاره په پوهنتونو کې انجنيري پوهنځی ايجاد شويده، نو پدې اړوند د شيخ زايد په پوهنتون کې د نورو پوهنځيو ترڅنګ د انجنيري پوهنځۍ هم تاسيس شوي او خپل علمي فعاليتونه اوهيواد او ټولنې ته ښه خدمت په موخه غواړی چې دعلم په ګاڼه سمبال کادرونه ملی او اسلامي روحیه وروزي ترڅو د خپل ګران هیواد د ابادی او سمسورتیا لپاره نه ستړي کيدونکي هڅی او هاند وکړی .
دا چې اوس زمونږ ګران هيواد جګړو ځپلی دی او ډېرې ودانۍ يي ويجاړي او له منځه تللي دي. نو د ګران هيواد دبيارغونې او دبې سر پنايي دکچې دراټیټولو په موخه دعلم په ګاڼه سمبال مسلکی کادرونو ته اړتيا ده. نو د افغاستان اجتماعی، اقتصادی اوعلمی پرمختیاوو او د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالیسی مطابق د شیخ زاید پوهنتون په چوکاټ کۍ انجنيري پوهنځی هر کال په لس ګونو تنه ځوان انجنيران خپلي ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي چې د هيواد په ګوټ، ګوټ کې په دندو ګمارل شوي او د هيواد په ابادولو کې فعاله برخه لري دانجینری پوهنځی استادان ژمن دي چې په راتلونکې کې نوره هم اغیزمن ګامونه پورته کړي .
پوهندوی محمد حسن