د خپرونو، اطلاعاتو  او عامه اړیکو امریت:

د خپرونو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت په ۱۳۹۰ کال د شیخ زاید پوهنتون په تشکیل کې دعامه اړیکو په نامه  شامل شو، چې په ۱۳۹۷ کال په شروع کې د یاد امریت نوم د وزارت د رسمي لیک په اساس د خپرونو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت ته تبدیل شو.

 د روان  کال ( ۱۳۹۷/ ۸/ ۲۲ )  نیټه د اطلاعاتو لوی مدیر ولي الرحمن «رحماني » یاد بست ته د قانون په چوکاټ کې ارتقاء وکړه او د لوړو زده کړو وزیر صاحب په حکم  د خپرونو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امر و ټاکل شو.

 لرلید :

۱- د پوهنتون د لاس ته راوړنو څخه خبرتیا او اړین موضوعات  او پوهنتون اړوند اعلانات او سپارښتنې د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼې ته پورته کول.

۳ـ  دپوهنتون دست اوردونو راپور جمعه کول او اړین موضوعات د خبرتیا په موخه په وترینونو کې نصب کول.

۴ـ  په ربع کې یوه علمي مجله چاپ کول او دوه د کتنپلاوي غونډې کول او په هغی کې ګډون کول  او د کتنپلاوي د ارزونی څخه وروسته چاپ دپاره مطبوعی ته لیږل.

۵ـ  دمجلې اړوند ټولو کارونو څخه نظارت کول او دهغې بهبود دپاره طرحې وړاندی کول.

۶ـ تدریسي جریان او کیفیت څخه اګاهي او د هغې دست اوردونه د مډیاوو سره شریک کول.

۷ـ  د ښې لاسته راوړنې او لا بهبود په موخه د امریت اړوند ټولو اومرو او امور ته لاس راسی درلودل.

۸ـ  د خپل پرسونل د کاري پلانونو نظارت او کنترول ترڅو ټاکلي شوي اهداف ته دښه بهبود په موخه ورسیږی.

۹ـ  د کارونو د ښه بهبود په موخه نوی پلان او طرحې جوړول او د پوهنتون رهبری شوراته وړاندې کول.

رسالت :

  • د هیواد هر ګوټ او وګړی مې د زړه سر دی د پوهنتون اړوند ټول دست اوردونه او لاسته راړونی به انشاالله د همدې سایټ له لارې د عامه اګاهي په منظور خپاره شي .
  • د رسانيو او اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون مطابق زه خپله دنده ګڼم ترڅو اړین او عمده مسایل چې په شیخ زاید پوهنتون پورې اړه لري د شیخ زاید پوهنتون فسبوک پاڼی څخه به نشر کیږي.

ژمنه:

  •   د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون او د لوړو زده کړو وزارت قانون او لوایحو ته پوره ژمن او په خپله اداره کې به کاملآ پلي کوم.

پیغام:

  • د افغانستان ټولو افرادو، احزابو، قومونو وروڼو او خویندو  ته د عاجز بنده پغام  د خپل وطن او خاورې سره مینه وکړئ.

نوم: ولي الرحمن «رحماني»

د شیخ زاید پوهنتون دخپرونو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امر

اړیکه:  0093776717535

برښنالیک : Rahmani_w@yahoo.com