د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل حسین ګل اریوبي

اړیکې: 0093700028903

بریښنالیک: chancellor@szu.edu.af

پوهنمل حسین ګل اریوبي دحاجي محمدعلم زوی د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالي په یوه دینداره او علم پروره کورنۍ کې په ۱۳۵۲هـ ش کال کې نړی ته سترګې پرانیستي دي،

ښاغلی اریوبي په عبدالله ابن مسعود ښوونځۍ کې شامل شو او له همدې ښوونځی څخه په ۱۳۷۲کال کې په لوړه درجه فارغ شو، پوهنمل اریوبي د دولسم ټولګي له فراغت وروسته

په ۱۳۷۴کال د کانکور ازادې سیالی له لارې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی ته په لوړو نمرو بریالی شو، نوموړي په ۱۳۷۷ کال کې له یادې پوهنځی د اقتصاد او توسعه څانګېڅخه په لوړه درجه فارغ شو.

له پوهنتونه د فارغیدو سره سم ولس او خاورې ته د خدمت په موخه د ازادې سیالی له لارې د کابل پوهنتون د کرنې په پوهنځی کې د کدري غړی په توګه شامل شو.

پوهنمل اریوبي په زده کړو بسنه ونکړه، د نورو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه پاکستان هیواد ته د ازادې سیالی له لارې د ماسترې لپاره لاړ په۱۳۸۳کال کي یې په پیښور کرنیز

پوهنتون کې د ماستري زده کړې پیل او په ۱۳۸۵کال کې یې د ماسترې پروګرام په بریالیتوب سره پاي ته ورسولو، ښاغلی اریوبي د کابل په پوهنتون کې د استادی پاکه دنده په پوره اخلاص او وطنداری سرته ورسوله.

ښاغلی اریوبي د استادی تر څنګ لاندې برخو کې خپلې کړنې ترسره کړیدي:

۱ د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی د کرنیز اقتصاد او توسعی څانګي د علمی شورا غړی

۲ د کابل پوهنتون د کرنی پوهنځی د علمی شورا غړی

۳ د لوړو زده کړو د علمی برنامو د انکشاف کمیسون غړی

یادي دندې په پوره صداقت او ایمانداری سره ترسره کړي

د ښاغلي اریوبي تیرو لاسته راړونو او فعالیتونو ته په کتو د هیواد لوړو زده کړو وزارت

په غوښتنه او د هیواد دروند ولسمشرمحمد اشرف غني په ځانګړي فرمان د خوست شیخ زاید پوهنتون ته د ریس په توګه معرفي شو چې دا مهال خپله پاکه دنده په دغه پوهنتون کې دریس تر عنوان لاندې پرمخ وړي.