د شیخ زاید پوهنتون  تحقیق او ریسرچ امریت

د شیخ زاید پوهنتون تحقیق او ریسرچ امر پوهنمل محمد اسماعیل مقبل

 اړیکې: 0779954141  -  0707242125

بریښنالیک: mismail350@gmail.com

ریسرچ ګیټ: https://www.researchgate.net/profile/Mohammad_Moqbal

پوهنمل محمد اسماعیل مقبل د شیخ زاید پوهنتون کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې د علمي کادر غړی چې په ۱۳۸۶ ل کال کې د شیخ زاید پوهنتون کرنې پوهنځي اګرانومي څانګې څخه د لیسانس په سویه د فراغت سند ترلاسه کړی، په ۱۳۸۷ ل کال د یادې پوهنځي د کادري ازموینې په نتیجه کې د اګرانومي څانګې کادر ته شامل شوی. علمي کادر ته د شاملیدو سره سم یې د تدریس تر څنګ د کرنې پوهنځي د تدریسي مدیریت چارې هم پرمخ بیولې او تر ۱۳۸۸ کال اخرو پورې یې په یاد بست کې خپل خدمت ترسره کړ، کله چې د کرنې پوهنځی د اینجینري پوهنځي څخه جدا او په مستقل ډول یې خپل فعالیت پیل کړ، نو محترم استاد د کرنې پوهنځي رئیس په غوښتنه د کرنې پوهنځي مرستیال په توګه پشنهاد شو او تر ۱۳۹۳ ل کال میزان میاشتې پورې یې د مرستیال په صفت خپل خدمت اجرا کړ. د ۱۳۹۳ میزان په میاشت کې د ماستری لوړو زده کړو لپاره د جاپان هیواد ایبارکي پوهنتون ته د جاپان جایکابورس کې بریالی شو او په یاد پوهنتون کې د تحقیق تر څنګ د ماسترې درې کلنه دوره په ۱۳۹۶ ل کال میزان میاشت کې په پوره بریالیتوب سره تکمیل کړه. هیواد ته د راستنیدو سره سم یې په خپل تدریس پیل وکړ، څرنګه چې د تحقیق امریت په کادري بست تبدیل شو نو استاد محترم د پوهنتون څخه همدې بست لپاره د تحقیق امر په صفت د لوړو زده کړو وزارت ته پشنهاد شو او منظوري یې تر لاسه کړه.

د یاد ونې وړ ده چې استاد د تحصیل تر څنګ په یو لړ تحقیقي ورکشاپونو او ټرننګونو کې  برخه اخیستې ده او همدارنګه یې په مختلفو ورکشاپونو کې د ټرنر په صفت د نده هم اجرا کړیده.