په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۱۵:۳۴
kjmnhbghnjmmk,

په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا تر عنوان لاندې نړیوال کنفرانس چې د هرات جامي خصوصي پوهنتون کې ترسره شو، د یاد کنفرانس د ۲۰ غورو مقالو په قطار کې د شیخ زاید پوهنتون درې مقالې غوره وبلل شوې.

د شيخ زايد پوهنتون انجينري پوهنځي استاد دوکتور قدرت الله ځواک، د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنوال حسام الدين رحيمزي، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنيار هارون برهان مقالې غوره وبلل شوې او په کانفرانس کې ارایه شوې.

شيخ زايد پوهنتون د هغو پوهنتونونو له ډلې څخه وشمېرل شو، چې دغه کنفرانس ته یې ډېرې مقالې لېږلې وې او د يادو درېیو مقالو تر څنګ د کمپيوټر ساینس پوهنځي استاد پوهنوال صالح خان صالح، د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي استاد پوهنمل فاروق جان منګل مقالو په ګډون پنځه مقالې منل شوې وې.

یاد کنفرانس د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو، د سیمه‌ییزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پراختیا په برخه کې یو ارزښتناک فرصت و، چې د ګډونوالو لپاره یې د نورو زده کړو، علمي تجروبو او عملي پایلو د ترلاسه کولو زمینه برابره کړه.

نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۴۹
Background image

د ژورنالېزم او عامه اړیکو پوهنځي محصلانو ته خبري او مطبوعاتي تمثیلي کنفرانس وړاندې شو.

ن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۸مې نیټې سره برابره ده، د شيخ زايد پوهنتون محصلانو چارو معاونيت له لوري د ژورنالېزم او عامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د شيخ زايو پوهنتون په عمومي مسجد کې رهبري او استادانو ته د امـ.ـربالمعروف قانون تدریس پیل شو.

نن یکشنبه د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب مياشتې ۱۸مه، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادی الأولی مياشتې له ۱۸مې نیټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون عمومي مسجد کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۶
Background image

Laboratory materials worth six million Afghanis were purchased for the teaching hospital laboratory.

A total of 76 laboratory items were procured for Sheikh Zayed University Teaching Hospital laboratory, which will help resolve many issues in this department.  

With the complete. . .

BACK TO NEWS