په شیخ زاید پوهنتون کې د اداري کارمندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

szu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۴:۱۷
exam

په ازموینه کې د شیخ زاید پوهنتون رئیس انجینر همایون معاویه، علمي، اداري او محصلانو چارو مرستیالانو ګډون کړی و.

exam

غونډه د محصلانو چارو مرستیال مجاهد همت یار لخوا د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د غونډې په سر کې د شیخ زاید پوهنتون اداري چارو مرستیال مولوي محمد شفیق رشاد د ښه راغلاست تر څنګ په خبرو کې ټینګار سره د ازموینې ګډونوالو ته په ازموینه کې د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې هغه څوګ چې پوره اطمینان لري، چې سوالونه حل یې کړيدي خو بریالۍ شوي نه دي، کولای شي چې ریاست مقام ته عارض شي.

د یادولو ده، چې یادې ازموینې لپاره ۳۳۰ کسانو ثبت نام کړی و چې له جملې څخه یې ۲۸۷ شارټ لیست او ۱۰ تنه جذب کیږي.

exam

د شیخ زاید پوهنتون رهبري تل په دې هڅه کې ده، چې استعداد لرونکي، صادق او تقوا لرونکي اشخاص په کار وګماري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

شیخ زاید پوهنتون اداره د ناورینونو او بحرانونو پرمهال تل د ولسونو ترڅنګ پاتې شوې ده

د زلزلي د بدمرغه ناورین رامنځته کېدو سره سم د شیخ زاید پوهنتون ادارې کاري سټاپ زلزله ځپلو سیمو سره همکارۍ ته ځانګړی کړی دی، د پېښې رامنځته کېدو سره سم د ياد پوهنتون رهبرۍ، ادارې او په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۴:۱۷
Background image

په شیخ زاید پوهنتون کې د اداري کارمندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

نن ور ځ (۱۴۰۱/۳/۲۸) چې د (۱۸/ذولقعده/ ۱۴۴۳) سره برابره ده، د شیخ زاید پوهنتون د مام ابوحنیفه رح په تالار کې ازموینه واخیستل شوه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۴:۹
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د کادري ازموینې ترڅنګ د څلورو پروژو پرانسیته وشوه

نن ورځ(۱۴۰۱/۳/۱۹) چې د (۹/ذوالقعده/۱۴۴۳) سره برابره ده، په شیخ زاید پوهنتون د کادري ازموینې ترڅنګ د د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي شیخ زاید راډیو، کرنې پوهنځي څیړنیز فارم لابراتوار،. . .

BACK TO NEWS