محصلانو ته د کرونا واکسین د تطبیق په موخه شیخ زاید پوهنتون د عامې روغتیا ریاست او خصوصي پوهنتونونو نمائینده ګانوسره ناسته وکړه

szu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۵:۱۹
szu and privet uni conference about covid -19 viccination

نن شنبې ورځ ( ۹/اسد/۱۴۰۰) د شیخ زاید پوهنتون ریاست مقام کې د علمي چارو مرستیال پوهندوی شفیع ګل شفیقي تر مشرۍ لاندې محصلانو ته د واکسین تطبیق په موخه د خصوصي پوهنتونونو او عامې روغتیا ریاست نماینده ګانو سره د ښې همغږۍ يه موخه ناسته وشوه.

یاده ناسته کې د شیخ زاید پوهنتون محصلانو چارو مرستیال استاد محمد داود بابکرخېل ، مالي او اداري چارو مرستیال فیض الله فیض ، په خوست کې مېشت د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو ( احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسه ، طلوع افتاب لوړو زده کړو مؤسسه، دعوت د لوړو زده کړو مؤسسه او پامیر لوړو زده کړو مؤسسه) او د عامې روغتیا ریاست اړوند OHPM نماینده ګانو برخه درلوده.

د ناستې ګډونوالو خپل منځ کې پر ذکر شوي موضوع د نظریاتو له تبادلې وروسته پریکړه وکړه ، چې سبا یکشنبې ورځ (۱۰/اسد/۱۴۰۰) به د شیخ زاید پوهنتون کادري روغتون کې ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو محصلانو ته واکسین د سهار له 9:00 بجو څخه تر مازیګر 3:00 بجو پوري تطبیقیږي، دا پروسه به تر هغه وخت پوري دوام وکړي ترڅو ټول محصلان د کرونا پر وړاندې واکسین شي.

یادونه : هر محصل باید د خپل پوهنتون محصلی کارت ولري. بغیر له کارته محصل ته واکسین نه تطبیقیږي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۴
Background image

د شيخ زايد پوهنتون طب پوهنځي دوویشتمې دورې فراغت غونډه ترسره شوه.

نن جمعه هغه غونډه چې په همدې موخه د شیخ زايد پوهنتون امام ابو حنیفه رحمة الله په تالار کې رابلل شوې وه، د شیخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مسلمين راشد سربېره، د پوهنتون مرستيالانو، د طب. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د شيخ زايد پوهنتون نشراتو او عامه اړیکو آمریت د ۱۴۰۲ هـ.ش کال کړنې او لاسته راوړنې د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له رسنيو سره شريکې کړې.

د یادې خبري ناستې په ترڅ کې د پوهنتون ادارې لخوا د اعتبار ساتلو تر څنګ تېر یو کال د پام وړ لاسته راوړنې؛ لکه د طبيعي علومو ملي سمپوزيم چې د ټول هېواد په کچه رابلل شوی و، ۸۵ څېړنيزې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۱ - ۱۴:۷
Background image

شیخ زاید پوهنتون یو ځل بیا د هېواد په کچه علمي (اکاډمیک) اعتبار تر لاسه کړ.

د لوړو زده کړو وزارت تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست په ۱۴۰۲ هـ.ش کال کې د هېواد معتبرو پوهنتونونو د بشپړ اکاډمیک اعتبار سند خوندیتوب ارزونه ترسره کړه، چې د هېواد پنځو معتبرو. . .

BACK TO NEWS